1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرسي په پلوۍ لاریونونه ادامه لري

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبه

په مصر کې د جمعې په ورځ په لسګونو زره خلکو احتجاجونه وکړل او د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د بیرته واک ته ستنیدو غوښتنه یې کوله. د نیل سیند ته څیرمه سیمه کې د آخ او ډب په پایله کې درې تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/19B6O
انځور: Reuters

د مصر هیواد د روغتیا وزارت د وینا له مخې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای د میاشتې ۱۹مه) د نیل سیند ته څیرمه پروت ښار منصوره کې درې تنه وژل شوي دي. داسې ګمان کیږي چې په وژل شوو کسانو کې لږ تر لږه دوه میرمنې شاملې دي. د امنیتي چارواکو د وینا له مخې د دغه ښار د قهریدلو اوسیدونکو او د مرسي د پلویانو تر منځ په نښته کې ډزې شوي دي، خو دا خبره څرنګه نه ده چې د چا له لوري دغه کار تر سره شوی دی.

د دغه کسانو د وژل کیدو رپوټونه وروسته تر هغې ورکول کیږي، چې د جمعې په ورځ د ټول هیواد په کچه احتجاجونه تر سره شول او په پلازمینه قاهره کې راټولو شوو په لسګونو زرو احتجاج کوونکو، د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي بیرته واک ته د ستیندو غوښتنه کوله. د پوځي تاسیساتو د باندې، د قاهرې په لارو کوڅو، اسکندریه او یو شمیر نورو ښارونو کې د مرسي د پلویانو له لوري لاریونونه تر سره شول.

په عین وخت کې پوځ هم په سمبولیکه بڼه خپل قدرت وښود، چې په کې د لاریونونو په سر د هوایي جنګي جیټ او څرخي الوتکو پروازونه شامل وو.

د رسنیو د رپوټونو له مخې سرتیرو د پوځي تاسیساتو تر څنګ د احتجاجونو د تر سره کیدو مخه ونیوله. زیاته شوې ده چې د سرتیرو او مظاهره کوونکو تر منځ سطحي اخ او ډب رامنځ ته شوی او امنیتي کړیو د احتجاج کوونکو پر وړاندې له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د مصر پوځ د لاریونونو تر مخه د جمعې په ورځ احتجاج کوونکو ته خبرداری ورکړی وو، هغه کسان چې لاریونونو ته مخه کوي، خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي او «له هغوی سره به په ډیر قاطعیت سره چلند وشي.»

د جمعې د ورځې لاریونونه د موقتي حکومت د لوړې څو ورځې وروسته تر سره کیږي. په نوې کابینه کې د عیسویانو او لیبرالانو غړي شامل دي. په دغه کابینه کې کوم اسلامپال سیاست وال برخه نه لري. اخوان المسلمین د موقتي حکومت له مشرتابه سره د خبرو اترو تر سره کول رد کړي وو.

مرسي لا تر اوسه د پوځ له لوري په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کیږي. پر دې سربیره د اخوان المسلمین یو شمیر نور چارواکي هم نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې لوړ پوړې چارواکې ناوي پلي، د مصر له نوي موقتي حکومت څخه غوښتي دي چې د خلکو د نیولو قانوني بنسټ روښانه کړي او ووایي چې کومه محاکمه په پام کې نیول شوې او که نه.

د پلي، ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: «موږ په ځانګړې توګه د [مرسي] او د هغه د ولسمشرۍ ټیم او د نورو نیول شوو کسانو په اړه پوښتنه کړې ده. موږ حتی نه پوهیږو چې په اوسني وخت کې څومره کسان بندیان دي.»