1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرکزي افريقا جمهوريت اوس هم بې ثباته دی

فيليپ ساندنر۱۳۹۳ بهمن ۱۲, یکشنبه

په مرکزي افريقا جمهوريت کي د انسانانو تښتوني په تدريجي توګه زياتي سوي دي. د دغو پيښو يو تازه قرباني د دغه هيواد يو وزير وو. په اصل کي دغه هيواد بايد اوس د انتخاباتو او ملي پخلايني پر لار روان وای.

https://p.dw.com/p/1EU5U
انځور: Stringer/AFP/Getty Images

د مرکزي افريقا جمهوريت د ځوانانو او سپورټ وزير د جنورۍ مياشتي پر ۲۵مه نېټه وتښتول سو. له هغه راهيسي د دغه وزير هيڅ حال نه دی معلوم. عيني شاهدانو ويلي چي په زيات احتمال سره د پلازميني بانګوي په بازار کي د دغه وزير تښتونکي وسله وال د مسيحي مليشې بلاکاضد وسله وال ول.

د دغه هيواد مخابراتي او معلوماتي چارو وزير ويکتور واکې وايي چي بلاکاضد مليشې په خپل تاوتريخوالي سره ټول هيواد يو ډول يرغمل کړی دی.

«د پلازمېني په منځ کي خلک په عام بازار کي په ميرميو ويشتل کيږي. د دغه کارونو عاملين د بلاکاضد مليشې دي. هغوی د هيواد ټول نفوس يو ډول يرغمل کړی دی. څوک خو تړونونه د دې له پاره نه کوي چي بيا يې بېرته مراعت نه کړي.»

د نړيوال بحران د فکري خوني غړی Thierry Vircoulon وايي چي د بلاکاضد عيسوي ملېشې په پلازمېنه بانګوي کي په زرونو وسله وال لري. د دغه کارپوه په وينا د پلازمېني يو شمېر ناحيې په بشپړه توګه د دغي ډلي په کنترول کي دي.

بلاکاضد مليشه د مرستندويه سازمانونو بهرني کارکوونکي هم يرغمل نيسي. په دې ترڅ کي څو ورځي تر مخه د يوې فرانسوۍ مرستندويه ټولني همکاره پسله څو ورځو يرغمل نيوني آزاده کړه سوه.

د مرکزي افريقا جمهوريت له تيرو دوو کالو راهيسي په بحران کي راګير دی. دا له هغه وروسته چي د ۲۰۱۲م کال په پای کي د سېليکا په نوم مليشو د پلازمېني بانګوي پر لور پرمختگ پېل کړه او درې مياشتي وروسته يې د هغه وخت ولسمشر فرانسوا بوزيزې راوپرځاوه.

د سېليکا مليشو د تاوتريخوالي په جواب کي د بلاکاضد مليشه رامنځ ته سوه. په ۲۰۱۴م کال دواړي مليشې د يو عبوري حکومت په جوړولو توافق ته ورسېدې او کاترين زامبا پانزا عبوري ولسمشره سوه. خوله هغه سره سره تاوتريخوالی ادامه لري.

په دغه هيواد کي نزدې۴۵۰ زره انسانان په تېښته دي. له دوی څخه زياتره يې د هيواد له شماله تښتېدلي دي، چي د سليکا او بلاکا مليشو جلا سوي ډلي يو د بل سره جګړې کوي.

اوس د کينيا په پلازمېنه نايروبي کي د بحران د اړخونو تر منځ د خبرو اترو له پاره نوي هڅي پېل سوي دي. ويل سوي چي پرځول سوي ولسمشر بوزيزي او د سيليکا پخواني مشر ميشل ديوتوديا هم په دغو خبرو کي ونډه اخيستې ده.

په دې ترڅ کي اړخونو پر اوربند او د ټولني د بې وسله کولو پر سر توافق ته رسېدلي دي خو دغه تړون به تر دې وروسته امضا کړل سي. په دغه تړون کي ښايي و ټولو وسله والو ته عمومي عفوه هم اعلان سوې وي. خو کتونکي وايي چي نړيواله ټولنه به د جنايتونو تر سره کوونکو عمومي عفو ونه مني.