1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرکزي افريقا جمهوريت موقت ولسمشر ټاکي

دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۸, شنبه

د مرکزي افريقا جمهوريت شورا د دوشنبې په ورځ پریکړه کوي، چي په دغه هيواد کي د ټاکنو تر وخته چي ټاکل شوې ده په ۲۰۱۵ کال ترسره شي واګي څوک په لاس کي واخلي.

https://p.dw.com/p/1AtAv
انځور: Reuters

مسله د جمهور رييس ميشل جوتودیا د ځای ناستي پر سر ده چي تیره اوونۍ د نړیوال فشار له کبله له واکه ګوښه او استعفا يې وکړه. جوتوديا بنين هیواد ته پنا وړې ده. اوس د موقت جمهوري ریاست له پاره کاندیدان کولای شي د شنبې تر سهاره پوري ځانونه معرفي کړي.

په بانګي کي حالات کړکېچن دی. د افريقا مرکزي جمهوریت په پلازمېنه کي نړیوال پوځ پر سړکونو او واټونو باندي ګزمه کوي، څو د عیسویانو اکثریت او د مسلمانانو اقليت تر منځ د تیريو مخه ونیسي. له يوې خوا د «سيليکا اتحاد» په نوم ډله چي په مسلمانانو پوري اړه لري او د تيرکال په مارچ مياشت کي يې د جمهور رييس فرانسوا بوزيزه پر ضد کودتا وکړه او له هغه راهیسي د ټولني د ځينو برخو په اړه له ترهګرۍ او تیري څخه کار اخلي. له بلي خوا د «انتي بلاکه» په نوم مسيحي ملېشې چې د سيليکا د اتحاد پرضد جوړي شوي دي، د زور زياتي په ورته شېوو سره د مسلمانانو اقليت تر بريدونو لاندي راوستی دی.

د بحران له نړيوالي ډلي څخه د تيري ويرکولون، په خبره تر ټولو ناوړه د دغه هيواد تر پلازمېني دباندي وضعيت خراب دی. هغه وايي:

«د دې هېواد نوري سیمي تر کنترول وتلي دی. په بېلابېلو سيمو کي مدام يرغلونه تر سره کیږي. هغه که د سيليکا له اړه خوي که د عيسوي مليشو له خوا. هلته یوه بشپړه نا امني حاکمه ده.»

په جنوبي افريقا جمهوريت کي د چاد ځواکونه
په جنوبي افريقا جمهوريت کي د چاد ځواکونهانځور: Eric Feferberg/AFP/Getty Images

په مرکزي افريقا جمهوريت کي د بشري مسايلو له پاره د ملګرو ملتونو د دفتر استازي جان کینګ، د تيري پنجشنبې په ورځ په دغه هيواد کي د عام وژني له خطر څخه خبرداری ورکړ. هغه زياته کړه چي په دغه هيواد کي د مسلمانانو د تعقيب داسي حالات ليدل کیږي، لکه مخکي چي په روواندا او بوسنيا کي هم ليدل شوي ول.

تر تیري اوونۍ پوري لا جوتوديا چي مسلمان دی د يوه موقت جمهور رييس په توګه يې حکومت کاوه. هغه د جنورۍ مياشتي پر۱۰ نېټه د نړیوالو فشار له کبله له واکه ګوښه شو. د جمعې په ورځ د دغه هيواد ملي موقته شورا د جمهوري رياست د کانديدانو له پاره د سختو معیارونو پر په پام کی نیولي باندی سره سلا شوه. د نوو مقرراتو له مخي هر هغه چا چي د جوتوديا په موقت حکومت کي يو سياسي چوکۍ لرله کولای نه سي چي ځان کانديد کړي. دغه راز د ګوندونو مشران او پوځيان او ټول هغه کسان چي په وروستيو کلونو کي د يوې ملېشې ډلي غړي ول کولای نه سي چي ځانونه کانديد کړي.

په دې توګه نو د نوي موقت جمهور ریس د ټاکل کیدو له پاره ډېر لوړ معیار ونه په پام کی نیولی شوی دي. اوس په ځانګړې توګه د مسلمانانو اقليت اندیښنه لري چي راتلونکی مشر به د دوی منافع په پام کي ونيسي او که نه. له دوی نه چې ډير زيات له يو بل سره د دینونو د تفاهم په اړه فکر کوی هغه امام عمر کوبینا لایما دی. هغه وايي:

«اوسنی بحران باید د دې باعث شي چې موږ ټول فکر وکړو او خپل هيواد له بنسټه نوی کړو، زموږ د خلکو استازي باید د خپل شوق او خپلي سلیقې له مخي کار و نه کړي، بلکي داسي کس د حکومت مشرتابه ته راشي چې د ورورګلوۍ فضا را منځ ته کړي او ملي روحیه غښتلې کړي.»

په اوس وخت کی نړیوال پوځ هڅي کوي چې شخړي د پوځي وسايلو له لاری تر کنترول لاندي راولي. له څو اوونيو راهيسي په مرکزي افريقا جمهوريت کي تر ۱۶۰۰ زیات نړیوال عسکر ندې تر سره کوي. د دغو عسکرو ملاتړ د افريقايي اتحاديې د سولي ماموريت د ۴۴۰۰ تنو عسکرو له خوا کیږي.