1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرگ سزا د خلاصون له پاره پر قتل اعتراف

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبه

د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات کلي په خونړۍ پيښه کي تورن امریکايي په هغه شرط پر ځان باندي لگېدلي تورونه مني، چي د مرگ سزا ور نه کړل سي. دغه سرتيری يو کال دمخه د ۱۶ تنو ملکي افغانانو د وژلو په تور ونيول سو.

https://p.dw.com/p/18hDy
FILE - In this Aug. 23, 2011 Defense Video & Imagery Distribution System photo, soldiers from Blackhorse Company, 2nd Battalion, 3rd Infantry Regiment, 3rd Stryker Brigade Combat Team, 2nd Infantry Division, including Staff Sgt. Robert Bales, left, take part in exercise at the National Training Center at Fort Irwin, Calif. Bales boasted of being one of the good guys, a proud patriot who enlisted in the army just two months after the Sept. 11, 2001, terrorist attacks and engaged in some of the fiercest fighting in Iraq. But the gung-ho military volunteer had a darker, more troubled and contradictory side - which surfaced over and over during his sometimes turbulent life. The 38-year-old Army staff sergeant is accused of killing 16 Afghans, including nine children in March 2012. (Foto:DVIDS, Spc. Ryan Hallock/AP/dapd).
Robert Balesانځور: AP

د امریکايي سرتيري رابرت بيلز وکيل د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۲۹) وويل چي بيلز به په محکمه کي پر خپل ځان باندې لګیدلي تورونه ومني خو د دې په مقابل کې غواړي چې ورته د مرګ سزا ور نه کړل سي.

رابرت بیلز د ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت کي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کي د شپې له خوا له خپلي پوځي اډې څخه ووت او په دوو کليو کي ئې ۱۶ تنه ملکي وگړي چي ډيری ئې ښځي او کوچنيان ول د خوب پر مهال ووژل.

وکيل جان براون وويل، چي بيلز به د جون مياشتي پر پنځمه نېټه پر خپل جرم باندي اعتراف وکړي. براون زياته کړه: «موږ نن د امریکا له پوځ سره دې موافقې ته ورسېدو چي په هغه صورت کي چي بيلز پر خپلو جرمنو باندي اعتراف وکړي د مرگ سزا به مطرح نه وي.»

تر خونړۍ پيښي وروسته د کلي اوسېدونکي
تر خونړۍ پيښي وروسته د کلي اوسېدونکيانځور: dapd

هغه د بی بی سي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي، چي «وروسته بيا د سپتمبر په مياشت کي پوځي محکمه رابلل کيږي چي آيا بيلز دي عفو سي که نه».

د دې پوښتني په جواب کي چي بيلز پر دغو کړنو پښېمانه دئ که نه، بروان وويل: «سل په سلو کي، زه فکر کوم چي دغه مسئله به د محکمې په جریان کي روښانه سي. هغه په دې اړه چي نور د مرگ سزا مطرح نه ده خاطر ئې ډير ارام سوی دئ».

خو دغه پريکړه کيدای سي د هغو کسانو د خښم سبب وگرځي چی د کورنۍ غړي ئې وژل سوي دي او د بيلز د محکمې غوښتنه کوي.

په نومبر مياشت کي تر يوې استعماعيې وروسته د بيلز د کورنۍ غړو په داسي حال کي چي پر هغه باندي د ۱۶ تنو د وژلو، مخدره موادو د استعمال او د قتل د تلاښونو تورونه لگول سوي دي، پردې باندي ټينگار کاوه، چي تر هغه وخته چي گناه ئې نه وي ثابته سوې بيلز بې گناه دئ. هغوی هغه «شريف او شجاع» باله.

وکیل جان براون ويلي دي چي د بيلز محکمه به د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کي د  Joint Base Lewis-McChord په پوځي کمپ کي ترسره سي. بيلز اوس په همدې کمپ کې بندي دئ.