1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مزار شریف د هوایي ډګر نوی ترمینل او ځغاست لیکه پرانیستل شوه

عبدالحمید صافی/ مزار شریف۱۳۹۲ خرداد ۱۹, یکشنبه

په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي د نوي ترمینل او د ځغاست لیکې (رن وې) له پرانیستلو سره د افغانستان د شمالي سیمو د اقتصادي پرمختیا له پاره نوې هیلې پیدا شوي دي.

https://p.dw.com/p/18mSz
انځور: DW/Hamid Safi

دغه ځغاست لیکه چې د کابو پنځوسو میلیونو یورو په لگښت د آلمان او متحده عربي آماراتو له خوا جوړه شوې ده، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون نهمه) د افغان چارواکو او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، له خوا په ګډه پرانیستل شوه. افغان چارواکي وایي چې د مزار شریف هوایي ډګر به ورو ورو نور هم پراخ شي او د نړیوالو الوتنو لپاره به خپله غیږ پرانیزي.

د مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر اوس په یوې نوې ځغاست لیکه، ترمینل، اداري خونو او د وسایطو په پارکنګ باندې مجهز شوی دی.

د آلمان دبهرنیو چارو وزیر د دغه هوایي ډګر اهمیت ته په اشارې سره وویل چې «د دغه ځغاست لیکې په پرانیستل کیدو سره به افغانستان ته له نورو آسیایي او اروپایي هیوادونو څخه د نړیوالو الوتنو له پاره لاره اواره شي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله او د بلخ والي عطا محمد نور په دغه مراسمو کې ګډون کړی وو
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله او د بلخ والي عطا محمد نور په دغه مراسمو کې ګډون کړی ووانځور: DW/Hamid Safi

د دغه هوایي ډګر نوی ترمینل چې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی، د مسافرینو او کارکوونکو له پاره په کې ډیری آسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

د مزاشریف د هوایي ډګر مسولین وایي چې پخوا به د مسافرینو کنترول او تلاشې له پاره کافي وسایل نه وو او له همدې کبله به مسافرین دې ته اړ کیدل چې ډیر انتظار وباسي خو اوس د مسافرینو د تلاشۍ او کنترول له پاره لس پایې اکسرې ماشینونه ایښودل شوي دي.

د مولان جلال الدین بلخي د هوایي ډګر نوی ترمینل
د مولان جلال الدین بلخي د هوایي ډګر نوی ترمینلانځور: DW/Hamid Safi

د بلخ د هوایي ډګر د ملکي چارو امر محمد آصف، دویچه ویله ته وویل چې د نوې ځغاست لیکي په جوړیدو سره د مسافرو د لیږد وړتیا لوړه کړای شوې ده او دغه هوایي ډګر په یوه ورځ کې څه نا څه د دوه زره تنو مسافرینو د لیږد وړتیا لري. چارواکي زیاتوي چې له دغه هوایي ډګر څخه تر اوسه یوازې کورني پروازونه کیدل، خو تردې وروسته به نړیوال پروازونه هم پیل شي چې تر دمګړۍ څلورو شرکتونو د نړیوالو پروازونه له پاره نوم لیکنه کړې ده. زیاته شوې ده چې په دغو شرکتونو کې هندي، عربي، ترکي اوافغاني هوايي شرکتونه شامل دي.

آلمان هغه هیواد دی چې په بلخ ولایت کې یې د هوایي ډګر د ځغاست لیکې اوترمینل د جوړولو سربیره په شمال کې یوشمیر نورې مهمې پراختیایی پروژې هم تمویل کړي دي.