1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسافر زوی په یاد کې غمجنه کورنې

هوشنګ هاشمی/ ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

اروپايي هیوادونو ته د ډیر شمیر افغان ځوانانو کډوالي په افغانستان کې ډیر شمیر کورنیو ته روحي او رواني صدمه وارده کړي. ناامنې، بیکاري او د ځوانانو څخه د ملاتړ نشتوالۍ د ځوانان د کډوالي اصلی لاملونه په ګوته شوي.

https://p.dw.com/p/1Gls2
Familie Mohamadi aus Herat
انځور: DW/H. Hashemi

په هرات کې د محمدي کورنۍ هم یوه داسې کورنۍ ده چی د خپل زوی حسین جدایي غمجنه کړې ده. هرات په افغانستان کې له هغو ولایاتو څخه دی چې امنیتي او اقتصادي حالت يي په نسبي توګه ښه دی. بیکاري او د کډوالي د ګټو په اړه بې ځایه تبلیغات اروپا ته د ډیری ځوانانو د کډوالي لامل ګرځي.

له لږ لټون وروسته مو د هرات د داسې یوه اوسیدونکي کور وموند چې ۱۶ کلن زوی یې پرته له اجازې اروپا ته په غیر قانوني توګه سفر پیل کړی. د دې کورنې کور د هرات ښار په مرکز کې دی. د حسین پلار زما تود هرکلې وکړ تر څو وکولاې شي د خپل زوی د جدایي درد راسره شریک کړي. حاجي قاسم محمدي، د دې کورنې مشر دی. زوی یي حسین چې نږدی دوه میاشتې دمخه ایران ته د چکر لپاره تللې وو بیا نه دی ستون شوی او د اروپا لار یې په مخ کې نیولې ده.

Familie Mohamadi aus Herat
انځور: DW/H. Hashemi

هغه وایي: «ډیر ځوریږم، زموږ په روحیه یي ډیر تاثیر کړی. هره شپه مو حسین یادیږي. هر څوک چی اولادونه لري په دې هیله وي چي له ۲۰ یا ۳۰ کاله زحمت وروسته یي دا زحمتونه جبران شي او په کور کې یې یو غږ وي. ډیر ځوریږم او هر څه چې ووایم په دې پوهیږم چې څه نشم کولی.»

ښاغلی محمدي چې یو سوداګر دی او له خپلي اته کسیزه کورنۍ سره یي نسبت ډیرو خلکو ته یو هوسا ژوند درلود.

حاجي قاسم وایي چې په لومړي سره کې هغه د خپل زوی د اروپا تګ مخالفت کاوه او تر یو مودې يي هغه سره په تیلیفون هم خبرې ونه کړی، هغه زیاتوي: «لس، شل ورځې تیرې شوې. ما نه غوښتل له هغه سره په تیلیفون کې خبرې وکړم. بیا یي مور ما ته وویل چې اوس خو کار شوی دی باید ورسره وغږیږم. کله چې ورسره وغږیدم ترې مې وپوختل چې د تګ په اړه دې څه نظر لري؟ هغه وویل چې پښیمانه یم.»

Familie Mohamadi aus Herat
انځور: DW/H. Hashemi

د ښاغلي محمدي په وینا زوی يي یو قاچاقوړونکي چې د دوې خپلوان هم دې دوکه کړې. هغه د ایران، ترکیه او یونان له لار ځان آلمان ته رسولی دی. ښاغلی محمدي وایي چه د قاچاقوړونکو بازار تود دی. ځیني قاچاقبوړونکي له ښاغلي محمدي غوښتي چې خپل کور خرڅ کړي او اروپا ته ولاړشي.

د حسین کوچنۍ خور وایي چې اوس یي حسین ورور ورسره نشته او د ورور تګ یي غمجنه کړي ده. هغه وایي: «کله چې له حسین سره غږیږم، ډیره ژاړم. هغه زما تر ټولو کوچنی ورور وو او ډیر پرما ګران وو. په زده کړو کې راسره ډیره مرسته کوله. ما سره به یي لوبې کولي. موږ ټول د هغه پر تللو خواشینې یو.»

دا له هغو سلګونه کورنیو څخه یوه ده چې د اولادونو هجران یي ځوروي. په اروپایي هیوادونو کې ډیر کم شمیر افغان ځوانان له خپل ژوند څخه راضي دي. ډیر ځوانان له اروپا څخه یو انځور لري خو کله چې اروپا ته ورسیږی نو له یوه بل واقعیت سره مخامخیږي. آن ځینې ځوانان چې اروپا کې دي غواړي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي خو ځیني ځوانان بیا په اروپا کې له خپل ژوند څخه راضي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب