1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مستقل ژوند په لاره اچولو له پاره بریالۍ هڅې

حسین سیرت۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه

په افغانستان کې ډیری معلولین هڅه کوي چې د کار د زده کولو له لارې په مستقله توگه خپل ژوند پر مخ بوځي. په وروستیو کلونو کې یو شمیر نهادونه هم له معلولینو سره د مرسته کولو هڅه کوي چې ځینې لاس ته راوړنې یې هم لرلې دي.

https://p.dw.com/p/17Rth

۴۲ کلن نوروز په کابل کې د راډیو او تلویزون د ترمیمولو په یوه وړوکي کار ځای کې په کار بوخت دی. هغه د ماین په یوه چاودنه کې خپل ښي لاس او چپه پښه له لاسه ورکړل. خو اوس په دې عادت شوی دی چې د رادیو جوړولو یو شمیر وسایل په خوله کې ونیسي او خپل کار پر مخ بوځي.

نوروز چې هره ورځ د ۱۰۰ او ۳۰۰ افغانیو تر منځ عاید لري، وایي چې غواړي کار وکړي او په خپل مټ پېسې وګټي. هغه زیاتوي چې نه غواړې د نورو د اوږو بار شي.

د راډیو او تلویزونونو جوړول د معلولینو له پاره آسانه کار نه دی. خو نوروز دا کار په ښه توګه ترسره کوي. لیکن هغه کله نا کله مجبوریږي چې له خپلو همکارانو د مرستې غوښتنه وکړي. نوروز پخپله وایي: «زه په یوه لاس نه شم کولای چې درانه وسائل راپورته کړم. کله چې د یوه کار په کولو و نه توانیږم، له خپلو همکارانو څخه مرسته غواړم.»

نوروز په کابل کې د افغانستان د کورنیو جگړې پر مهال هغه وخت په ماین والوت چې غوښتل یې له بازاره د خپل کورنۍ ضروري توکي راوړي. نوروز د هغې ورځې په اړه ډیر څه نه وایي: «زه د ماین قرباني شوم. په روغتون کې متوجه شوم چې یوه پښه او لاس مې قطع شوي دي.»

نوروز د زرهاوو معلولینو له ډلې څخه یو دی چې هڅه کوي د گدایي پر ځای د خپلې کورنۍ لګښتونه د کارکولو له لارې تأمین کړي. په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه معلولین موجود دي، چې د هغوی له ډلې څخه ۸۰۰ زره تنه یې سخت ناتوانه دي.

پر خپل نفس باندې اعتماد

په تیرو یوولسو کلونو کې یو شمیر نهادونه د معلولینو د بیا توانمنولو او هغوی ته د حرفوي زده کړو د ورکولو په برخو کې فعالیت کوي. د میرمنو د تعلیمي موسسې مسووله شاداب مبارز، وایي چې اداره یې په تیرو پنځو کلونو کې پر دې توانیدلې ده چې له سلو څخه زیاتو کونډو او معلولو میرمنو ته بیلا بیلې حرفوي زده ورکړي ورکړي.

میرمن شاداب زیاتوي چې باید هڅه وشي چې معلولې میرمنې لومړی پر خپل نفس اعتماد پیدا کړي او تر هغه وروسته ورته حرفوي روزنې ورکړل شي. اغلې شاداب وایي: «زه له دې امله د ډیرې خوښۍ احساس کوم چې موږ توانیدلي یو چې پر ځان باندې د خلکو بارو ډیر کړو. په همدي دلیل خلک موږ ته مراجعه کوي.»

د فوزیې په نوم یوه معلوله میرمن چې په دغه موسسه کې پر حرفوي زده کړو بوخته ده وایي، چې له یوه پلوه کار او فعالیت د هغې پر روان باندې مثبته اغیزه کړې ده او له بله پلوه اوس کولای شي چې د کار له طریقه عاید ولري. فوزیه زیاتوي: «کوم وخت چې دلته نه راتلم، په کور کې مې ډیرې ستونزې لرلې. ما نه شوای کولای چې خپلې ستونزې چا ته ووایم. خو له هغې ورځې چې دلته راغلې یم، دې ځای زما پر روحیې باندې مثبته اغیزه کړې ده او زه ډیره خوشحاله یم.»

د معلولینو د خودکفایي هڅې په داسې وخت کې دوام لري، چې د معلولینو د ژوندانه د اړتیاو تأمینول د حکومت له پاره یو لوی سرخوږی دی. معلولین له خپل حکومت څخه ناهیلې شوي دي. ځینې معلولین د یوه کار له پیلولو سره د خپل ژوندانه اړتیاوې پخپله پوره کوي. خو یو شمیر نور بیا گدایي کوي.