1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسيحې شوې افغانې ميرمنې په وژني تورن ته د عمري حبس غوښتنه

۱۳۹۶ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان د تراونشتاين ښار څارنوال د مسيحي شوې افغانې ښځې د شکمن قاتل په محکمه کې تورن ته د عمري حبس غوښتونه وکړه. څارنوال ټینګار کړی چې تورن ته د جزا د اورولو پر مهال دې د «جرم ځانګړی شدت» په پام کې ونیول شي.

https://p.dw.com/p/2sBW8
Mordprozess Traunstein Muslim ersticht konvertierte Frau
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د تراونشتاين د محکمې څارنوال اوليفر موسنر، د ۳۰ کلن افغان تورن له پاره د «جرم ځانګړي شدت» په  پام کې نيولو سره، د عمري حبس غوښتنه وکړه. که دغه کس د څارنوال د غوښتنې مطابق په سزا محکوم شي، په هغه صورت کې به له ۲۰ کلونو څخه زيات وخت له پاره په حبس کې پاتې شي. د آلمان د اساسي قانون له مخې د «جرم ځانګړي شدت» په پام کې نيول په دې معنی ده چې محکوم نه شي کولی تر ۱۵ کاله حبس تيرولو وروسته د ضمانت په ورکولو سره له زندانه آزاد شي.

په قتل تورن او مقتوله دواړه د افغانستان دي. موسنر په محکمه کې وويل چې دغه تورن د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې خپله ۳۸ کلنه ښځه د خپلو دوو، پنځه او يوولس کلنو زامنو مخ کې د چړې په ګوزارونو وژلې ده. څارنوال زياته کړه چې دغه قتل د آلمان په سويلي ښار «پريين ام کيمزي» کې د يوې مغازې مخ ته د یو علني اعدام په څير ترسره شوی دی. دغه څارنوال د قتل انګيزه دين پورې تړلې ياده کړه.

تورن تر دې وړاندې په خپلې يوې محکمه کې د تحقيق کوونکو پر وړاندې په خپل جرم اعتراف کړی وو. خو تر هغې وروسته يې د خپلې محکمې په پيل کې ويلي دي چې په دې اړه هیڅ په ياد نه لري. خو څارنوالان او د وژل شوې ښځې استازي باور نه کوي چې هغه دې خپله حافظه له لاسه ورکړې وي.

د متهم د مدافع وکيل هرالد باومګیرتل، د خپلې دفاعيې وينا پر مهال وويل چې دغه سړی په دې دليل چې «په تیر وخت کې يې مطلق يو غيرعادي ژوند» لرلی دی، نه بايد د «جرم د خاص شدت» پر اساس مجازات شي.

اړوند او ورته مطالب:

په آلمان کې د هغه افغان مهاجر محاکمه پیل شوه چې د یوې عیسوي شوې افغانې پر وژنې تورن دی

د يوې آلمانۍ په قتل تورن د زیږیدنې ځاي په اړه تازه معلومات

باومګيرتل زیاته کړه: «دغه سړی، چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنه رد شوې، په خپل هيواد کې د ماشومتوب له وخته د وژنو او تاوتريخوالو سره مخ وو.»

د هغه په وينا دغه افغان په ۱۴ کلنۍ کې د خپلې مور او يوه ماما د قتلونو د غچ اخيستلو په موخه، احتمالي عامل په يوه اوسپنيزې وسيلې سخت ټپي کړی وو. مدافع وکيل دغه راز وويل چې پر دې سر بیره تورن ښوونځي ته هم نه دی تللی او نالوستی دی.

هرالد باومګيرتل همدا ډول پر دې خبره چې ګواکې د تورن ښځې له اسلامه مخ اړولی او مسيحې شوې وه او همدا مسئله د هغې د قتل لامل واقع شوې، هم شک لري. هغه ويلي دي چې مؤکل يې په اصل کې يو مذهبي سړی نه دی او په پر له پسې توګه يې د اسلام له اصولو سرغړونې کړي دي، په همدې دليل د قتل اصلي انګيزه لا تر اوسه روښانه نه ده.

په پام کې ده چې په دې اړه به محکمه خپل حکم د جمعې په ورځ صادر کړي.