1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو پر يو ښوونځی باندي بريد سوی دی

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

یوه زده کوونکي د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه ښوونځی تر ۲۰ ډېر زده کوونکي برمته کړي ول، خو بیا وروسته هغه د پولیسو له خوا ونیول شو. په دې پېښه کې یو ښوونکی او د ښوونځی یو تن ساتونکی وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1B1qa
انځور: Reuters

په مسکو کې په وسله سمبال یو زده کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوی دی. هغه پر یوه ښوونځی باندي برید کړی وو او تر۲۰ډیر زده کوونکي یې برمته کړيول، د ښوونځی یو ښوونکی او ساتونکی یې برمته کړي ول.

د روسیې دکورنیو چارو وزیر دا خبره منلې ده چې په پېښه کې د بیالوژۍ یو ښوونکی او دښوونځي یو تن ساتونکی وژل شوي دي. دغه کسان د دوشنبې په ورځ هغه وخت ووژلشول چې په وسله سمبال یوه تنکي ځوان زده کوونکي چې توپک یې هم له ځان سرهلاره د مسکو په شمالي سیمو کې د یوه ښوونځی تر۲۰ډیر زده کوونکي برمته کړل.

ویلشوي دي چې برید کوونکی په خپله هم زده کوونکی وو او د پولیسو له خوا ونیول شوی دی. پولیسو دا خبره هم کړې ده چې هغه زده کوونکي چې د برید کوونکيله خوا برمته شوي ول، اوس آزاد شوي دي.پولیسو ویلي دي چې زده کوونکي تر هغه وروسته چې پلار یې ورسره خبرې وکړې او هغه یې دې ته راضي کړ چې له برید څخه لاس واخلي برمته نیول شوي زده کوونکي آزاد کړي دي.

چارواکو دا خبره هم کړې ده چې دې زده کوونکي کیدای شي دغه برید د غچ اخیستلو په موخه کړي وي ځکه د هغوی په خبره د دې زده کوونکي او یوه روزونکي تر منځ تر دې مخکې یوه شخړه رامنځ ته شوې وه. وروستي رپوټونه ښيي چې برید کوونکي زده کوونکي له ځان سره یو نه بلکه دوه توپک له ځان سره لرل. یو پولیس ویلي دي چې هغه یو ښوونکي څو وارې په مرمیو ویشتلی دی.

د چارواکو په خبره په پیښهکې یو تن پولیس هم ټپي شوی دی. خو بل کوم چا يا کوچنيانو ته ماشوم ته پکښېزيان رسېدلی نه دی. تر دې مخکې ویل شوي ول چې بريد کوونکی د یوه زده کوونکيپلار دی.

له دې پېښې سره په روسيه کې د ژمي المپیک لوبو د امنیت پهاړه اندیښنې ډیري شوې ده. دغه لوبې به په سوچي کې په روانه اوونۍ کې پیلشي.