1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشرتابه په پوستونو کې د آلماني ښځو کم رنګه حضور

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

په ۶ لویدیځو صنعتي هیوادونو کې په لوړو پوستونو کې د ښځو د حضور په اړه له یوې څیړنې څخه د پام وړ پايلې ترلاسه شوي دي. آلمان په دې برخه کې په وروستي مقام کې ځای نیولی او له ترکیې او هندوستان سره پرتله شوی دی.

https://p.dw.com/p/2xa7c
Symbolbild Frauen in Führungsposition
انځور: picture-alliance/dpa

د «البرایت» په نوم آلماني- سویډني غیر انتفاعي بنسټ په آلمان، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، سویډن، فرانسې او پولنډ هیوادونو کې په لوړو پوستونو کې د ښځو د حضور په اړه د یوې ترسره شوې پایلې څیړنې خپرې کړي دي.

په امریکا متحده ایالاتو او سویډن کې شاخوا ۲۴ سلنه لوړ یا مدیریتي پوستونه د ښځو په اختیار کې دي. بریتانیا په لوړو مشاغلو کې د ښځو له ۲۰ سلنه حضور سره د «البرایت» بنسټ په نوملړ کې دریم ځای خپل کړی دی. پولنډ له ۱۵،۵ سلنه او فرانسه له ۱۴،۵ سلنې سره د دې درجه بندۍ د جدول په څلورم او پنځمو ځایونو کې ځای نیولی دی.

آلمان په دې برخه کې په وروستې مقام کې قرار نیولی دی. په دې هیواد کې یوازې ۱۲ سلنه ښځې د مشرتابه یا مدیریتي پوستونه په اختیار کې لري چې له ترکیې او هندوستان سره پرتله شوی دی. په دغو هیوادونو کې په لوړو پوستونو کې د ښځو ونډه لس سلنه ده.

په متحده ایالاتو کې د (Apple)او IBM، شرکتونه او په سویډن کې د هنس او موریتس شرکوتونه په لوړو پوستونو کې له ۳۰ سلنه ښځینه مسئولينو یا مدیرانو په لرلو سره د ښځو د مشارکت له پلوه په ریکارډ کچې کې ځای نیولی دی.

د مشرتابه په سطحه کې د ښځو ونډه د فرانسي په لورآل او دانون، همدارنګه د بریتانیې یوني ‌لور شرکت او په پولنډ کې د انرجا شرکتونه هم له دغو شرکتونو سره د پرتلنې وړ دي.

۳۰ لوی شرکتونه چې ښځينه مشرانې نه لري

په آلمان کې ۳۰ لوی شرکتونه چې د احسامو پر بازار ډیر اغیز لري د څیړنې لاندې نیول شوي دي. هیڅ یو له دغو شرکتونو ښځينه مشره نه لري.

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د کابیني نوي وزیران
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د کابیني نوي وزیرانانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

دا په داسې حال کې ده چې له امکاناتو څخه په استفادې په آلمان کې ښځو او نارينه و ته د جنسي عدالت د تأمين او برابرۍ امکانات موجود دي. سربیره پر دې ښځې کولی شي د اړتیا په صورت کې د خپل کم عمره ماشومانو د ساتنې او پالنې له پاره د شرکتو او ادارو له امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

کارپوهان ټنګار کوي چې په آلمان او ډیري نورو هیوادونو کې دا خفه کونکی بهیر، د هغه غلط باور نتیجه ده چې مشري په کې سړو ته نسبت ورکول کیږي.

د آلمان د ښځو د چارو وزیره فرانسیسکا ګیفي، د آلمان پر لویو شرکتونو نیوکه وکړه: «د دغو شرکتونو اداري سیاست نه یوازې ارتجاعي شمیرل کیږي، بلکې غیر معقول دی».

میرمن ګیفي خپلو علمي څیړنو ته اشاره کوي چې ثابته کړې یې ده: هغه شرکتونه چې په مدیریتي برخو کې د ښځو او سړو برابرۍ ته ارزښت ورکوي، بریالي دي.

د آلمان د ښځو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې د اقتصادي پرمختګ او صنعتي تخنیک په برخه کې د نوښت له پاره د ښځو او سړو له یو ډول بالقوه مهارتونو څخه ښې او برابرې استفادې ته اړتیا لري.