د مشرف د بياټاکل کېدو له پاره هيڅ خنډ نسته.
۱۳۸۶ آذر ۱, پنجشنبهاعلان
په دې توګه کومي تاکني، چي د اکتوبر د مياشتي په شپږمه نيټه د ولسمشر پرويز مشرف په اړه سوي قانوني ټاکني بلل کيږي.
ستري محکمي ويلي چي په دې سره پرويز مشرف کولای سي چي ددې اونۍ په پای کي د وفادارۍ لوړه وکړي او مخکي له دې څخه به د پوځ د مشرۍ څخه استعفاوکړي.
د پاکستان مشر پرويز مشرف په هغه هيواد کي د بيړني حالت په اعلامولو سره ددغه هيواد دستري محکمې څخه هغه قاضيان برطرفه کړل، چي دده سره مخالف وه، او دهغوی پر ځای يي داسي قاضيان نومولي چي دده پلويان بلل کيږي.