1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشرف د کارنامو په اړه آوازې د حقايقو سره ورته والی نلري

۱۳۸۷ مرداد ۳۱, پنجشنبه

آيا په پاکستان کي به دمشرف ليري کيدل دډيموکراسۍ لپاره يو چانس يي؟ او بله پو ښتنه به دايي چي دمشر ف څخه وروسته به دطالبانوپرضد مبارزه څنګهه پرمخ ځي؟

https://p.dw.com/p/F2TM
د مشرف تر استعفا وروسته سمدلاسه په ملتان کي د هغه عکس تر پښولاندي او ټوکر ټوکر سو
د مشرف تر استعفا وروسته سمدلاسه په ملتان کي د هغه عکس تر پښولاندي او ټوکر ټوکر سوانځور: AP

که څه هم ځيني کسان وايي چي د پاکستان ددولت دمشر پرويز مشرف په استعفاسره به هم په پاکستان اوهم په افغانستان کي دترهګرۍ سره په مبارزه کي نوي لانجې رامنځ ته سي خو د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د آسيايي څانګي دمبصرتوماس بارتلاين په عقیده به دغه اندېښنې بېځايه اندېښنې وي، برعکس په پاکستان کي دمشرف استعفابه ديوه نوي پيل دپاره يو ډير ښه چانس وي.

نه يوازي په لويدیځو هيوادونو، بلکي ډيرو نورو کسانو تر ډيري مودې پورې داګومان کاوه چي پرويز مشرف به دترهګرو اوتند لارو سره دمبارزې لپاره به دغه سيمه کي يوازنی څوک وي چي سړی ور باندي حساب وکړي.خو لکه څنګه چي دپاکستان په مطبوعاتو اوخبري رسنيو کي دمشرف دسياسي تګ لاري اوکارونو څخه يو بيلانس وړاندي سوي دی، په هغه کي لیدل کیږي چي دمشرف دکارنامو په اړه آوازې له حقايقوسره چنداني ډير ورته والی نلري.

پرويز مشرف او جورج بوش
پرويز مشرف او جورج بوشانځور: AP

هو،د آمریکاد متحده ایالتونو دسختو فشارونو په نتيجه کي مشرف دې ته غاړه ايښې چي د2001 ميلادي کال دسپتمبر دمياشتي د 11 نيټې دپيښې څخه وروسته د نړيوال تروريزم سره په جګړه کي د آمریکا دمتحده ايالتونو پر خوا ودريږي او ددې کار لپاره دپاکستان قلمرو هم د آمريکايانو په اختیار کي پريږدي.

خوله دې حقیقته څخه هم بايد سړی سترګي پټي نکړي چي مشرف تل دوه اړخيزه لوبه پرمخ بيولې ده د 2001 ميلادي کال په مني کي مشرف دې ته لاره هواره کړه چي په کندوز کي په زرهاو تنه دطالبانو جنګيالي وسي کړای دپاکستان سیمي ته بيرته راستانه سي چي دوی هلته، په تيره بیا په قبایلي سيمو کي بيرته خپلي ډلي ټپلي جوړي کړي او په افغانستان کي خپل عملیات پر مخ بوزي.

مشرف ددې لپاره لاره هواره کړي چي په کوټه کي دافغانستان دطالبانو لار ښونکي مشران خپل ناست ځای ولري او همدا دمشرف استخباراتي دستګاه وه چي په پاکستان کي يې دمجلس متحده عمل په نامه داسلامي ډلو د ټلوالي دمنځ ته راتلو لپاره لاره هواره کړي او لږ تر لږه په دې کي هم دمشرف لاس و چي داسلا م آباد په مرکز کي دلعل يا دسره جمات تند لاري خپل فعاليتونه پر مخ بوزي.

پرويز مشرف د پوځ څخه د استعفا پر مهال
پرويز مشرف د پوځ څخه د استعفا پر مهالانځور: AP

دلته دا پوښتنه منځ ته راځې چی ولي مشرف دغه لوبي کولې؟ او دابه ډیره مهمه موضوع وي چي سړی بايدورباندي پوه سي. ديوې خوا دغه لوبي دمشرف تاکتيکي مانورې وې چي وښه يې دتند لارو اسلامي ډلو خطرلا سته او مشرف ددې لپاره کار کاوه چي تندلاري مسلمانان له پښو ونلویږي.ځکه ترهغه وخته پوري چي تندلاري مسلمانان په سیاسي ډګرکي و،نو مشرف به ځان ددوی په مقابل کي يوليبرال بديل ښولوچي ټولو به ويل دتندلارواسلامي ډلو په مقابل کي دمشرف ساتل او ملاتړضروري دی. او له بله پلوه دافغانستان دطالبانوڅخه دمشرف ملاتړ کول دده دپاره دبهرني سیاست يوه فرضیه وه.او له دې لاري کولای سوای چي په ګاونډي هيواد کي خپل نفوذ وساتي.

خود مشرف ددغه سیاست جانبي اغيزي يوه فاجعه بلل کيده. دپاکستان ولس هيڅ کله دې عقیدې ته ندی رسیدلی چي دطالبانو او تروريزم سره مبازه ددوی مبارزه ده، نه دوی تراوسه داسي فکرکوي چي د دباندي څخه پر دوی باندي فشار دی دغه مبارزه دوی پرمخ بوزي.

دپاکستان ولس به په رډوسترګوکتل چي په دغه مبارزه کي ددوی استخباراتي څانګه څنګه خپل نقش لوبوي او څنګه په دغه لوبه کي په سلهاو انسانان په عجيبه ډول سره ترتم کيږي اوبيا وروسته اوریدل کيږ ي چي دوی ګوانتنامو يانورو پټو ځايونو ته بيول سوي او ترپايه پوري سړی پو هيدلای نسوای چي دپاکستان داستخباراتي څانګي کارکونکي په دغه په اصطلا دتروريزم سره په مبارزه کي څه نقش لوبوي.