1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشرف ضد د اعدام فيصله کوونکې محکمه غيرقانوني اعلان سوه

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور عالي محکمې د پخواني پوځي مشر متقاعد جنرال پرويز مشرف پر ضد د اعدام حکم کوونکې محکمه غير قانوني او ياده فيصله يې ناچله اعلان کړه.

https://p.dw.com/p/3W7sB
Pakistan Ex-Präsident Pervez Musharraf
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د لاهور عالي محکمې (های کورټ) د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۳مه) په خپله يوه فيصله کي ويلي دي چي د متقاعد جنرال پرويز مشرف محاکمه غيرقانوني او ناسمه وه. دغې محکمې ويلي چي د پرويز مشرف پر ضد د جدي غداري د تور د برسي له پاره د ځانګړي محکمې جوړول غير آئيني کار ؤ. دا خبر د پاکستان د جنګ اخبار د وېبپاڼي په شمول ګن شمېر نورو پاکستانيو رسنيو ورکړی دی.

د لاهور عالي محکمې په دې توګه د مشرف د اعدام د فيصلې پر ضد د مشرف د وکيل پر دعوی فيصله کړې ده. دغه فيصله د قاضي سيد مظاهر علي اکبر نقوي په مشرۍ د قاضيانو ډلې وکړه.

د لاهور د قاضيانو د فيصلې له مخي د مشرف پر ضد د تورونو د ارزيابي له پاره ځانګړې محکمه د داسو اصولو او قوانينو له مخي رامنځ ته سوې وه، چي نوي ول او نه بايد چي پر پخوانيو دوسيو يې اطلاق سوی وای. د فيصلې له مخه له همدې کبله د مشرف پر ضد د جدي غداري د تورونو پر اساس د اعدام فيصله کوونکې محکمه ناقانونه او په دې توګه يې فيصله هم ناچله ده.

ځانګړې محکمې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۷مه نېټه د مشرف په غيرحاضرۍ کي پر هغه د اعدام حکم صادر کړی ؤ.

AG/AWA/BS