1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر اپوزيسيون په ټولپوښتنه کي د درغليو د تورونه څېړنه غواړي

۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/178T9

د مصر اپوزیسیون د دې هیواد د اساسي قانون د مسودې پر سر د ټولپوښتنې په بهیر کې د درغلیو د تورونو په اړه د څیړنو غوښتنه کړې ده. غیر رسمې شمیرې ښيي، چي د اساسي قانون دغې مسودې ۶۴ سلنه مثبتي رایې ګټلي دي. د اساسي قانون دغه مسوده د مصر د اسلامپاله ډلو له خوا وړاندېز شوې ده. اوس اپوزیسیون د دغې ټولپوښتنې قانونیت تر سوال لاندې راوستی دی او وایي چې په ټول پوښتنه کې یوازې۳۲ سلنه هغو مصریانو ګډون کړی وو چې د رایې اچونې شرایط پوره کوي. بله موضوع چې اپوزیسیون یې په اړه د څېړنو غوښتنه کوي د ټولپوښتنې پر مهال سرغړوني دي. د دغې ټولپوښتنې رسمي پایلې به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.