1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د استخباراتو پخوانی رئيس د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي

۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبه
https://p.dw.com/p/14ZD5

د مصر هيواد د استخباراتو پخوانی رئيس عمر سلیمان غواړي چي د خپل پخواني هوډ پر ضد بيا هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د کانديد په توگه برخه واخلي. په قاهره کي د خپلو پلویانو يوې غونډي ته د وينا پر وخت نوموړي وويل چي د مصر خلک د هغه څخه توقع لري چي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي.

د مصر پخواني اوږد مهاله ولسمشر حسني مبارک د واک خوشي کولو پر وخت عمر سليمان خپل ځای ناستی ټاکلی وو. د دې څخه تر مخه سليمان د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي به برخه نه اخلي.

د دغه پرېکړي دليل نوموړي د ملاتړ کمښت او اقتصادي ستونزي بللې وې، خو اوس ئې خپل نظر بدل کړی دئ. په مصر کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د نوماماندۍ لېوالانو ته د يکشنبې تر ورځې وخت ورکړل سوی دئ چي خپل نومونه ثبت کړي.

د کانديدۍ لپاره د دېرشو زرو لاسليکونو د راټولولو شرط هم ايښودل سوی دئ. د مصر د ولسمشرۍ ټاکنې د روان مېلادي کال د می په ۲۳ او ۲۴ نېټه پلان سوي دي. د ولسمشرۍ لپاره د اخوان المسليمين مشر محمد خيرت الشاطر او د بهرنيو چارو پخوانی وزير امر موسی هم کانديدان دي.