1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د حکومت څخه د المان غوښتني

۱۳۸۹ بهمن ۲۱, پنجشنبه

د المان په مرکزي پارلمان کي ټوله په مصر کي د ديموکراتيک حرکت په اړه په یوه نظر دي او ملاتړ يې کوي.

https://p.dw.com/p/Qzgh
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويله
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويلهانځور: picture alliance/dpa

په قاهره او الکساندريه کي د دوو اونيو مظاهرو د آلمان سياستوال هم اغېزمن کړي دي. د زرغون ګوند څخه د خارجه چارو سياسي ويانده کېرستين ميولر وايي:

« اوس دا معلومه نه ده چي دغه ديموکراتيک حرکت به بريالی سي. ددغه بحث اصلي ټکي دادی چي موږ يعني د آلمان پارلمان د هغو ښځو او نارينه وو ترشا ولاړ يو چي، د ديموکراسۍ د لاس ته راوړلو دپاره په جرأت سره مبارزه کوي.دا زموږ دپاره ډېره مهمه ده چي دلته پر هغه باندي بحث وکړو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسترويله هم وويل چي، موږ د مظاهره کوونکواو بشري حقونو شاته ولاړ يو. دا په مصريانو پوري اړه لري چي څوک به په آينده کي پر مصر باندي حکومت کوي.

خو دغه غوښتني د آلمان په پارلمان کي د اپوزيسيون دپاره کافي نه وې. دښی اړخه ګوند مشر يان فان اکين د دولتي مشر مبارک څخه غواړي چي فاصله ونيسي:

« مبارک بايد ايسته سي. دا د مصري اولس غوښتنه ده او موږ هم دا غواړو. زه د ځانه دا پوښتنه کوم چي زه ولي ستاسو څخه دغه خبري دلته نه اورم.»

فان اکين په مصر کي مظاهره کوونکو ته دا پيغام واستوه چي پيل يې په عربي ژبه ؤ:
«موږ ستاسي شاته ولاړ يو او ستاسي سره يوځای د ديموکراسۍ او آزادۍ غوښتنه کوو.»

د سوسيال ديموکرات د ګوند سياسي کارپوه رولف ميوتڅه نيش د آلمان د حکومت پر موضع ګيرۍ باندي انتقاد وکړی. ده وويل کله چي سړی د آزادو انتخاباتو غوښتنه کوي، نو بايد د هغه نتايج هم ومني او په دې اړه يې په ۲۰۰۶ م کال کي په فلسطيني سيمه کي په انتخاباتو کي د حماس بري ته اشاره وکړه:

«کله چي په فلسطين کي آزاد او شفاف انتخابات ترسره سول نو زموږ دپاره د هغه نتايج د قناعت وړ نه وه، تاسي لومړني کسان واست چي په اروپايي ټولنه کي مو په دې اړه سياسي دريځ غوره کړ او ومو ويل: خو دا زموږ دپاره د منلو وړ نه دي.

د سوسيال ديموکرات او مسيحي ديموکرات د ګوندونو مشر فولکر کاودر بياد آلمان د صدراظمي انګيلا ميرکل د هغه ګواښ څخه دفاع کوي چي د ژر تر ژره انتخاباتو په وړاندي يې کړي ؤ.

ده د اخوان المسلمين ګوند ته په اشارې سره وويل چي ددغو ژر تر ژره انتخاباتو نتايج ښايي د خوښي وړ نه وي. تر ټولو د مخه په مصر کي عيسوي مذهبه له دې کبله اندېښمن دي.

بيتينا/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل