1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د نوي اساسي قانون مسوده ومنل سوه

۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/1799n

په مصر کي نوی لانجمن اساسي قانون په ۶۳،۸ فيصده رايو سره ومنل سو. دغه خبر په قاهره کي انتخاباتي کمېسيون اعلان کړ. د دغه کمېسيون د معلوماتو پر اساس د اساسي قانون پر سر ریفراندم يا ټولپوښتنه کي ۳۳ فيصده رایه ورکوونکو برخه اخیستې وه. اپوزيسيون د اساسي قانون متن ډیر اسلامي بولي او پر هغه باندي نيوکه کوي. دوی ویلي دي چي د ریفراندم پايلې په هغه کي د ډيرو بینظمیو له کبله نه مني. اوس نو د نوي اساسي قانون پراساس پارلماني انتخاباتو ته هم لار خلاصه سوه. اپوزيسيون په هغه صورت کي چي په انتخاباتو کي کامیابه سي، غواړي د اوسني اساسي قانون مسوده په یوه بله مسوده باندي بدله کړي. خو جمهور رئيس محمد مرسي د ریفراندم پر کامیابېدو سربیره یوه ضربه وخوړله. د مخابراتو وزیر هني محمد استعفا ورکړه او ویې ویل چي د حکومت د کار کولو له میتود سره نه دی موافق.