1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخوان المسلمین د ممنوع اعلانیدو امکان

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ مرداد ۲۷, یکشنبه

د مصر د موقت حکومت لومړي وزیر د اخوان المسلمین د ډلې د بندولو وړاندیز کړی دی. ښایي د دغې ډلې ۲۵۰ تنه غړي د ترهګري او وژنو په تور د اعدام له سزا سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/19RfK
An Egyptian vendor walks past anti-government posters for a campaign calling for the ouster of Egyptian President Mohammed Morsi and for early presidential elections in Cairo, Egypt, Friday, June 7, 2013. Young activists are trying to rally public discontent with Egypt's Islamist President Mohammed Morsi by fanning out in the streets and collecting millions of signatures on a petition calling for his removal. Morsi's Muslim Brotherhood has dismissed the campaign as irrelevant, even illegal, but the signature drive has stirred up Egypt's politics as the president nears the end of his tumultuous first year in office. The Arabic at the bottom of the poster reads, "Down with Muslim brotherhood rule. June 30. At the presidential palace." The Arabic on the green flag reads, "Religion is for god, and the nation is for everyone." (AP Photo/Amr Nabil)
Ägypten Konflikt & Medien Symbolbild 14.08.13انځور: picture-alliance/AP

مصري چارواکو د یکشنبې په ورځ د اخوان المسلمین د ډلې له ۲۵۰ تنو غړو څخه څیړنې پیل کړې. له دغو کسانو څخه د «ترهگری او سبوتاژ» په تړاو پوښتنې کیږي. د مصر دولتي رسنیو ویلي دي چې پر دغو کسانو چې ډیر شمیر یې د جمعې په ورځ په قاهرې کې نیول شوي دي د وژنو، د وژلو د هڅو کولو او ترهگري تورونه لگول شوي دي. په تیرو څلورو ورځو کې په مصر کې د تاوتریخوالي پېښو له کبله له ۷۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر یې د اخوان المسلمین غړي دي.

د مصر موقت لومړي وزیر حازم الببلاوي، په دغه هیواد کې د ورستیو وژنو تور پر اخوان المسلمین باندې اچولی دی او ویلي یې دي چې اوس د اخوان المسلمین ډلې د منع کولو په اړه فکر کوي. هغه وویل: «له هغو کسانو سره به مصالحه و نه شي چې لاسونه یې د خلکو په وینې ککړ دي او د دولت پر ضد یې وسله پورته کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې مصري پولیسو په قاهره کې په زوره د الفتح له جومات څخه د اخوان المسلمین پلویان شړي دي. دولتي رسنیو ویلي دي چې د اخوان المسلمین پلویانو پر پولیسو باندې ډزې کړې دي.

نهه لوی لاریونونه پلان شوې دي

ځایي پولیسو بالاخره د یکشنبې ورځې په سهار د الفتح جومات د اخوان المسلمین له پلویانو څخه خالي کړ. په عین حال کې اخوان المسلمین اعلان کړی چې په قاهره کې به د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه نهه لوی لاریونونه په لاره واچوي. پلان شوې ده چې دغه لاریونونه به د مصر د اساسي قانون د محکمې له مخې پیل شي. د اخوان المسلمین غړو ویلي دي چې تر هغه وخته چې د مصر راپرځول شوی ولسمشر محمد مرسي، یو ځل بیا واک ته نه وي رسیدل، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د اخوان المسلمین ډله په ۱۹۲۸ کال کې جوړه شوې ده. دغې ډلې د حسن مبارک تر راپرځیدو وروسته د مصر ټاکنې وګټلې او په دې ترتیب سره محمد مرسي د د دغه هیواد ولسمشر شو. خو تر هغه وروسته چې مرسي واک تر لاسه کړ د «تمرد» په نوم ډلې مظاهرې وکړې او د هغه د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه چې بالاخره پوځ د روان کال د جولای میاشتې په دریمه نیټه په چارو کې مداخله وکړه او مرسي یې له واکه ګوښه کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب