1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر پخوانی واکمن د کوما په حال کي دئ

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15IKL

د مصر پخوانی واکمن حسني مبارک له هغه وروسته د کوما په حال کي سو چي پر هغه باندي د زړه یوه حمله راغله. ده ته اوس مصنوعي تنفس ورکول کیږي. دغه خبره په مصر کي آزادو رسنيو د ډاکټرانو له خولې کړې ده. مخکي تر هغه هم د مینا په نامه دولتي خبري آژانس ویلي ول، چي دغه ۸۴ کلن د کوما په حال کي دئ. خو دغه خبره د نظامی شورا له خوا رد سوې وه. داسي ښکاري چي پر حسني مبارک باندي د سه شنبه په ماښام یوه حمله راغلې وي او پس له هغه یوه پوځي روغتون ته انتقال سوی وي. مبارک د ۲۰۱۱ کال په سر کي له وهغه وروسته چي د هغه پر ضد په اونيو مظاهرو دوام وکړ، خپله استعفا اعلان کړه. د جون د میاشتي په سر کي یوې محکمې دی د عمري بند په سزا محکوم کړ. قاضیانو پر هغه تور ولګاوه چي د تېر کال په مظاهرو کي د څه د پاسه۸۰۰ کسانو د وژل کېدو مسئول بلل کیږي.