1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر په نوې کابینه کې څوک شامل دي؟

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه

هشام قندیل د مصر د نوي صدراعظم په توګه د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي، په وړاندې د لوړې مراسم پر ځای کړل. پوځ هم د مصر په نوې کابینه کې ستر نقش لري.

https://p.dw.com/p/15jNt
انځور: picture alliance / dpa

د مصر ډیر خلک د خپل هیواد له نوې کابینې څخه ډیرې هیلې نه لري. ډیری مصریان اندیښنه لري چې ولسمشر محمد مرسي د اخوان المسلین نفوذ پراخ کړی دئ. سر بیره پر دې لویه اندیښنه دا ده چې د مصر پوځ چې د مبارک د رژیم له راپرځولو څخه ئې وروسته قدرت په لاس کې وو، ښایي په راتلونکې کې هم خپل قدرت خوندي وساتي.

د مصر نوی حکومت د دغه هیواد په تاریخ کې لومړنی داسې حکومت دئ چې د ازادو او دیموکراتیکو ټاکنو له لارې ټاکل شوی دئ. خو دغه حکومت اوس له یوې سختې ازموینې سره مخامخ دئ چې هغه وعدې او ژمنې چې په ټاکنو کې ئې د مصر خلکو ته کړي دي پوره کړي. د مصر په ۳۵ کسیزه کابینه کې له «تکنوکراتانو» څخه نیولې تر اسلام پالو او پوځیانو پورې استازیتوب لري. په هغو کې دوې ښځینه وزیرانې هم شته چې یوه ئې قبطي مسیحي ده.

امنیت او اقتصاد

د مصر نوی صدراعظم هشام قندیل، ځان یو ټینګ دیندار سړی بولي او وایي چې هغه هیڅکله له کوم اسلامي ګوند یا اتحادیې سره تړاو نه لاره. خو د مصر رسنې وایي چې قندیل د اخوان المسلین له یوه پیاوړي غړي شیرات الشتر، سره نزدې اړیکې لري. قندیل چې ۴۸ کاله عمر لري، خپلې لومړۍ زده کړې د امریکا متحده ایالاتو د نارد کارولینا په پوهنتون کې کړي. هغه وایي چې په مصر کې د اقتصادي او امنیتي وضعیت سمونوالی د هغه د حکومت ستر هدف دئ.

قندیل د حکومت د مشر په توګه پخپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «حکومت به د انقلاب هدفونه تعقیب کړي چې هغه ډوډۍ، آزادي او ټولنیز عدالت دئ.»

قندیل یادونه وکړه چې په عین وخت کې حکومت مکلف دئ چې بودجوي کسر، دولتي پورونو او دغه راز جنایي جرمونو ته هم ځانګړي پاملرنه وکړي.

پخواني وزیران په نوې کابینه کې

قندیل د مبارک د رژیم تر راپرځیدو وروسته د پوځي شورا له خوا د ټاکل شوي حکومت چې مشري ئې د کمال الغنسوري پر غاړه وه، شپږ وزیران پخپله کابینه کې شامل کړي دي. د هغوی په جمله کې سابقه لرونکی او مجرب دیپلومات محمد کمال امر، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی دئ. د دفاع وزرات څرنګه چې ئې انتظار کیده د پوځي شورا مشر حسین تنطاوي، ته سپارل شوی دئ. هغه دغه دنده ۲۰ کاله د مبارک د رژیم په وخت کې هم پر غاړه لرله. د کورنیو چارو وزیر تورن جنرال احمد جمال الدین نومیږي چې د پخوانۍ امنیتي دستګاه یو منصبدار دئ او د سخت دریځه کسانو له جملې څخه شمیرل کیږي.

د ازادي او دیموکراسي ګوند چې د اخوان المسلین سیاسي اړخ دئ په کابینه کې پنځه هغه مقامونه تر لاسه کړل چې د اسلامپالو له پاره خورا اهمیت لري. د اخوان المسلمین مشهور غړی صلاح الدین القمصود، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ټاکل شوی دئ چې راډیو، تلویزیون، مطبوعاتو او نورې رسنۍ تر کنترول لاندې لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش