1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر پوليس د مظاهره کوونکو کمپونه ويجاړوي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

د مصر پولیسو اعلان کړی دی چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې به په قاهره کې د ګوښه شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو کمپونه ویجاړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې مظاهره کوونکو ویلي دي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړيٍ.

https://p.dw.com/p/19NrW
A supporter of Egypt's ousted President Mohammed Morsi stands guard by sand barriers that have set up by supporters of Morsi to install a camp and hold daily rallies outside Rabaah al-Adawiya mosque, in Cairo, Egypt, Saturday, Aug. 10, 2013. Morsi's supporters hunker down behind makeshift security barriers in preparation of a possible crackdown this week on their two main Cairo sit-ins. It comes as Egypt’s leadership vows that the decision to disperse the sit-ins is irreversible. (AP Photo/Khalil Hamra)
Ägypten Anhänger von Mohammed Mursi 10.8.2013انځور: picture-alliance/AP Photo

په دې سره نو کیدای شي چې د مظاهره کوونکو او پوځ تر منځ نوي نښتي رامنځ ته شي. مظاهره کوونکو ویلي دي چې تر هغه وخته پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې مرسي بیرته واک ته نه وي رسیدلی. د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د روان کال د جولای میاشتې پر دریمه نېټه د پوځ له خوا له واکه ګوښه شو.

که څه هم نړیوالې ټولنې د څو اوونیو له پاره هڅه وکړه چې د مصر شخړه له یوې سوله ییزې لارې حل کړي، خو هغوی تر اوسه پورې په دې کار کې ناکامه شوي دي. د مصر د موقت حکومت مشر تر کوچني اختر مخکې ګواښ کړی وو چې د حکومت هغه پریکړه چې غواړي په قاهره کې د مظاهره کوونکو کمپونه ویجاړ کړي نه شي بدلیدای.

د مصر نوی حکومت ادعا کوي چې مظاهرو د مصر اوسیدونکي ویرولي، تاوتریخوالی یې رامنځ ته کړی او ترافیکي نظم یې له منځه وړی دی. دا په داسې حال کې ده چې مظاهره کوونکي بیا د بې نظمیو پړه پر امنیتي ځواکونو او «جنایتکارانو» باندې اچوي. په مصر کې د مرسي له ګوښه کیدو راهیسې ۲۵۰ کسان د تاوتریخوالي په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي دي.

د مرسي پلویانو د قاهرې په دوو سیمو کې د ځان له پاره کمپونه جوړ کړي دي او له همدغو ځایونو څخه خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي. هغه پلورونکي چې په دغو کمپونو کې فعاله دي وايي چې پر مظاهره کوونکو یې ماسکونه، عینکي او دستکشې پلورلې دي. دا ښيي چې مظاهره کوونکي هم د حکومت د اقداماتو پر ضد ځان چمتو کوي.

امنیتي چارواکو ویلي دي چې د مظاهره کوونکو د کمپونو شاوخوا ته به موانع جوړې کړي ترڅو نوي کسان ورته د دننه تلو اجازه و نه لري. خو د مخکني پلان له مخې د دوشنبې په ورځ امنیتي ځواکونه د مظاهره کوونکو کمپونه ته را نه غلل.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د مظاهره کوونکو د کمپونو د تخلیه کولو له پاره به په تدریجي توګه اقدامات وکړي. پولیسو ویلي دي چې د مظاهره کوونکو پر ضد به له اوبو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخلي. د دغه وزارت چارواکو ویلي دي چې هغوی له مظاهره کوونکو سره نښتو ته هم چمتوالی لري.

تر کوچني اختر مخکې د مصر د موقت حکومت چارواکو ویلي ول چې د حکومت او مظاهره کوونکو تر منځ د خبرو اترو بهیر ناکامه شوی دی. د دغه هیواد د موقت حکومت مشر د دغو خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر اخوان المسلمین باندې اچولې وه.