د معلوماتي تکنالوژۍ نندارتون پرانيسل سو
۱۳۹۱ اسفند ۱۵, سهشنبههر کال د مارچ د مياشتي په لومړيو ورځو کي د نړۍ د معلوماتي تکنالوژۍ زه د آلمان په هانوور ښار کي وي. د ۲۰۱۳ کال سبيت يا معلوماتي تکنالوژۍ نندارتون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ مياشتي ۴) د آلمان د لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل او پولند د لومړي وزير دونالد توسک په ويناو سره پرانيستل سو.
دغه نندارتون به د پنځو ورځو له پاره پرانيستی وي او ننداره کوونکي کولای سي د نړۍ د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي وروستي پرمختگونه وگوري.
له رسمه سره مطابق هرکال د دغه نندارتون د جوړيدو له پاره يوشريک هيواد هم نومول کيږي، چي د ۲۰۱۳ کال دغه ونډه د پولند هيواد په برخه سوې ده. پولند کولای سي چي د خپلي معلوماتي تنکالوژۍ په نړۍ کي د ښه معرفي کولو له پاره له دغه نندارتون څخه گټه پورته کړي.
د سږکال په نندارتون کي چي ويل کيږي تر ډيره ځای پر ټولنيزو او اقتصادي شبکو متمرکز دئ د نړۍ له ۷۰ هيوادونو څخه ۴۱۰۰ کمپنو خپل محصولات نندارې ته وړاندي کړي دي.
د نندارتون جوړونکو له دويچه ويله سره په خبرو کي ويلي دي، چي تير کال هم تقريباً په دغه اندازه هيواونو او کمپنو شرکت کړی وو.
سبيت د CES نندارتو او په بارسلونا کي د موبايل (GSMA) د نندارتون ترڅنگ په نړيواله کچه د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي يو ستر نندارتون دئ، چي هرکال په سوو شرکتونه ونډه پکښې اخلي.
په دغه نندارتون کي د ټولنيزو شبکو له جوړولو څخه نيولې د الکترونيکي سوداگرۍ او سافتويرونو د جوړولو تر کمپنيو پوري د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي نندارې ته وړاندي کيږي.
د سبيت نندارتون يو هدف دا دئ، چي د توليد کوونکو او مصرف کوونکو تر منځ د خبرو اترو فضا رامنځ ته کړي. د ۲۰۱۳ کال د نندارتون په جريان کي په پلان کي ده چي د خبرو اترو نزدې ۱۰۰۰ کنفرانسونه، ويناوي او ډول ډول خبري اتري وسي.
دا شپږ کال دئ، چي په سبيت کي هدفمند کنفرانسونه جوړيږي. خو د ۲۰۱۳ کال د نندارتون ځانگړتيا په دې کي ده، چي د نړۍ د برجسته کمپنيو تر سلو زيات لوړپوړي چارواکي ويناوي کوي.
په دغه خبرو اترو کي په نړۍ کي د معلوماتي تکنالوژۍ پر پرمختگونو سربيره په دغه برخه کي د راتلونکو نوښتونو په اړه هم خبري اتري کيږي.