1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مقتدا صدر پر استوګنځای د بې پیلوټه الوتکې برید شوی

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

په نجف کې د شعیه ګانو د بانفوذه روحاني مشر مقتدا صدر پر کور د بې پیلوټه الوتکې برید شوی. ویل کیږي چې د برید پر مهال مقتدا صدر په خپل کور کې نه وو. په بغداد کې پر اعتراض کونکو د برید د قربانیانو شمیر ۱۷ ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3UPCU
U.S. Air Force MQ-9 Reaper Drone Drohne USA
انځور: picture-alliance/dpa/L. Buehrer

سرچينو په عراق کې د شعیه ګانو د مذهبي مشر او سائرون په نوم ائتلاف مشر مقتدا صدر پر کور د برید خبر ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس لیکي دي چې یوې بی پیلوټه الوتکې په نجف کې د مقتدا صدر پر کور بم غورځولی دی.

د فارس خبري آژانس د صالح محمد العراقي په حواله ویلي دي چې په نجف کې بې پیلوټه الوتکو د «الحنانه» پر سیمې برید کړی دی. العراقي، مقتدا صدر ته له نږدې کسانو څخه دی.

العراقي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «دا برید د هغو فرمانونو په ځواب کې ترسره شوی دی، چې تیره شپه مقتدا صدر په بغداد کې د انقلاب کونکو د ملاتړ او مخکې تر دې یې، په نجف کې صادر کړي وو.»

نوموړي د دې برید جزئیاتو ته اشاره ونه کړه او په عین حال کې یي دا هم ونه ویل چې صدر په عراق کې نه دی.

خو د فرانسې خبري آژانس صدر ته د نږدې سرچينو په حواله لیکلي دي چې صدر د برید د ترسره کیدو پر مهال په عراق کې نه وو.

صدر په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو ملاتړ کړی او خپل کسان یې وروسته تر هغې چې وسله والو کسانو پر اعتراض کونکو برید وکړ، د شپې پر مهال سړکونو ته واستول، څو د اعتراض کونکو ملاتړ وکړي.

دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ن.ص