1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مقدونيې پارلمان د دغه هيواد د نوم بدلول تصويب کړل

۱۳۹۷ دی ۲۲, شنبه

د مقدونيې پارلمان د رايو په غوڅ اکثريت سره، د دغه هيواد نوي نوم «شمالي مقدونيې جمهوریت» ته مثبتې رايې ورکړې. اوس داسې ښکاري چې اروپايي اتحاديې او ناټو سازمان ته د دغه هيواد داخليدو پر سر خبرې اترې به پيل شي.

https://p.dw.com/p/3BRcY
Mazedonien Parlament in Skopje | Namensstreit mit Griechenland
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/B. Ademi

داسې ښکاري چې د مقدونيې پارلمان دغه اقدام سره به نور د يونان او مقدونيې تر منځ اختلافات هم له مخې لرې شي. د مقدونيې پارلمان له ۱۲۰ غړو څخه ۸۱ تنو يې له مقدونيې څخه د «شمالي مقدونيې جمهوريت» نوم بدلولو ته مثبتې رايې ورکړې. په اصل کې د سکوپيا د پارلمان دوه په دريمې برخې له دغه تاريخي تحول سره خپل د نظر توافق څرګند کړ.

د مقدونيې او يونان تر منځ له ۱۹۹۱ کال راهيسې اختلافات موجود ول. کله چې مقدونيې د يوګوسلاويا تر پاشلو وروسته خپلواکي تر لاسه کړه، دغه هيواد د ملګرو ملتونو په سازمان کې د «پخوانۍ يوګوسلاويا د مقدونيې جمهوريت» په نوم چې انګليسي مخفف يې (FYROM) دی، ومنل شو.

له هماغه وخت راهيسې يونان له دغه نوم سره اختلاف درلود او په پر له پسې توګه يې د هغه د بدلولو غوښتنه کوله. په دې برخه کې د يونان د مخالفت دليل د دې پر سر وو چې ګنې دغه ګاونډي هيواد به يې پر شمالي ولایت د خپلې خاورې په حيث دعوا وکړي.

د تيرکال په جون مياشت کې د يونان ولسمشر الکسیس سيپراس او د مقدونيې صدراعظم زوران زائيف، د مقدونيې هيواد نوم د «پخوانۍ  يوګوسلاويا د مقدونيې جمهوريت» څخه «د شمالي مقدونيې جمهوريت» ته په اړولو توافق وکړ.

تر دغه توافق وروسته آتن نور د شمالي انتلانتيک يا ناټو په سازمان کې د مقدونيې د غړيتوب ترلاسه کولو او په راتلونکې کې په اروپايي اتحاديه کې له ورګډيدو سره مخالفت نه کوي.

اوس مهمه دا ده چې د آتن پارلمان بايد دغه توافق ومني. په دې اړه د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس هيله مند دی چې د يونان پارلمان به دغه موضوع تصويب کړي تر څو له هغې وروسته « په نژدې راتلونکې کې په ناټو او اروپايي اتحاديې کې د دغه هيواد د داخليدو پر څرنګوالي خبرې اترې پيل شي»

اروپايي اتحاديې او د شمالي انتلانتيک تړون (ناټو) د مقدونيې له دغه تصميم څخه ملاتړ کړی دی. د ناټو عمومي منشي ينس ستولنبرګ په دې اړه وويل: «دا د يوې باثباته او پر مخ تللې سيمې له پاره يو مهم مشارکت دی.»

د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مسئوولې فديريکا موګيريني د مقدونيې پارلمان ته د مبارکۍ په ورکولو سره ويلي دي: «اروپايي اتحاديه، له مقدونيې څخه د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو کلکه ولاړه ده او په اروپايي اتحاديې کې يې د شامليدو په لار کې بشپړه ملګرتيا کوي.»