د مقدونیا پولیسو په یوه لارۍ موټر کې لسگونه مهاجر نیولي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبهد مقدونیا د سرحدونو تر بندیدو وروسته ډیر شمیر هغه مهاجر چې په یونان کې بند پاتې دي هڅه کوي چې په موټرو او لاریو کې ځانونه پټ او د مقدونیا له سرحدي پولې تیر شي. د مقدونیا پوله روان کال د مهاجرو پر مخ وتړل شوه.
وروسته تر هغې د مقدونیا او صربستان پولیسو ډیر شمیر هغه مهاجر نیولي دي چې هڅه یې کوله د سیمه ییزو قاچاقبرانو په وسیله پر بدلو لارو خپل سفر ته ادامه ورکړي.
د مقدونیا د پولیسو په حواله د دوشنب په ورځ د یوې لارۍ څخه د مهاجرو ۶۹ کسیزه ډله یې نیولې ده. په لارۍ کې سپاره یا پټ شوي مهاجر ټول ژوندي نیول شوي دي.
د مقدونیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دغو مهاجرو له جملې څخه ۶ تنه یې د اسکوپیا د کډوالو مرکز ته انتقال شوي دي او پاتې نور یې د گوجلیا د سرحدي حمل و نقل مرکز ته لیږدول شوي دي، څو بیرته یونان ته واستول شي.
د مهاجرو پر مخ د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته، پر هغو ۵۳۶۰۰ مهاجرو سربیره چې اوس مهال په یونان کې بند پاتې دي، په دې وروستیو اونیو کې ۹۶۰۰ تنه مهاجر د مقدونیا او یونان په سرحد ایډومیني کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان "آی او ام" په حواله د روان کال د پیل راهیسې ۱۸۵ زره مهاجر او پناه غوښتونکي د سمندر له لارې اروپا ته داخل شوي دي چې ځانونه یې ایټالیا، یونان، قبرس او هسپانیې ته رسولي دي.
نوموړی سازمان وایې چې د روان کال د پیل راهیسې ۱۳۷۵ تنه کډوالو د مدیترانې سمندر په دریو لویو مسیرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه مسیرونه شمالي افریقا له منځني ختیځ سره وصلوي.