1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملابرادر نيول د بهرنيو ځواکونو ستر بری نه دی

۱۳۸۸ بهمن ۲۸, چهارشنبه

که چيري په رښتيا سره ملا برادر په کراچي کي نيول شوی وي ، نو دا به دپاکستان او دامريکې دمتحده ايالتونو داستخباراتي څانګو دپاره يوه لويه بريا وي، خو داچي دده دنيولو تر شا به څه خبري وي ، کيدای سي ډير عوامل ولري

https://p.dw.com/p/M3am
ډاکټر سيد موسي صميمي
ډاکټر سيد موسي صميمي

هسي چي دامريکې دمتحده ايالتونواودپاکستان استخبارتي مامورينو ويلي دي ، څو ورځي دمخه دپاکستان به بندري ښار کراچي کي دملا عبدالغني برادر په نامه دتند لارو طالبانويو ستر پوځي مشرنيول شوی دی . او هسي چي ويل شوي دي ، دده نيول بايد دهغه ګډکار او ګډو عملياتو ثمره وي چي دپاکستان او دامريکې دمتحده ايالتونو داستخباراتي څانګوتر منځ روان دي . خو طالبانو پخپله داخبره رد کړېده، چي ګواکي نيول شوی سړی ملا برادر وي . په دې اړه ددويچي ويلي دآلمان غږ دراډيو دپشتو اودري څانګي مشر ډاکتر سيد موسی صميمي يوه تبصره کړې او ليکي چي :

که چيري په رښتيا سره هسي چي ويل شوي دي ملا برادر په کراچي کي نيول شوی وي ، نو دا به دپاکستان او دامريکې دمتحده ايالتونو داستخباراتي څانګو دپاره يوه لويه بريا وي . خو داچي دده دنيولو تر شا به څه خبري وي ، کيدای شي ډير عوامل وي . له يوې خواپخپله امريکايان تر فشار لاندي دي چي بايد يو برياليتوب دافغانستان په لانجه کي ترلاسه کړي . او له بله پلوه هغه پټ ارتباطات چي دپاکستان داستخباراتي څانګي ISI او دطالبانو دلارښونکو مشرانو ترمنځ موجود دي، هم په دغه پيښه کي نقش لري . دپاکستان د استخباراتي څانګي ISI ستراتيژي داده چي دخپل هر عمل څخه لويه ګټه ترلاسه کړي او داسي عمل کوي چي طالبان ددويی د څارني او قبضې څخه ونه وځي . د ISI عمليات دغه تاکتيکي عمليات دي او ددوی په عملياتو کي يو ډول خوزښت هم ليدل کيږي .دوی زياتره دطالبانو هغه مشران په قرباني کي ورکوي چي د ISI سره دهغوی په وفاداري کي شک او ترديد ويني . او په دې کار سره دپاکستان استخباراتي څانګه تل په يوه ګوزار سره په اصطلا دوه موچان وژني .

له بله پلوه ملا برادر دطالبانو هغه مشر بلل کيږي چي تل يې دکابل له حکومته سره خبري ردکړي او له دې دريځه څخه يې پلوي کړې چي په لمړي سرکي دي ټول بهرني ځواکونه دافغانستان له خاوري څخه ووځي . او داچي په دغه وخت کي ملا برادر نيول شوی ، ښايي له دې مسالي سره هم تړاو ولري چي پاکستان غواړي دسعودي عربستان په مقابل کي خپله دوستي او همکاري وښه يي . ځکه سعودي عربستان که غواړي چي دکابل دحکومت اوطالبانو ترمنځ منځګړيتوب وکړي ، نو دابه هم ددوی په خوښه وي چي دطالبانو په منځ کي هغه کړۍ ضيعه شي چي دخبرو سره قطعي مخالفت ښه يي .

ملا برادر دطالبانو يوه مهمه څيره وه او نوموړي تل داهڅه کوله چي پخپل ځانګړي معيارونو سره په مسايلو کي قضاوت وکړي . دی چي په کندهار کي زيږدلی دی يو ډير ټينګ او پخپل دريځ ولاړ سړي بلل کيده ،او ويل کيږي چي دطالبانو ستر قوماندان و ، نوپه دغه دنده کي نوموړي دطالبانو به ستراتيژي کي يو کليدي نقش لوباو . دی دطالبانو دواکداری په زمانه کي ددفاع دوزارت مرستيال و او له دي امله ملا برادر به مسلحانه مبارزو کي دتجربې خاوند يوه څيره بلل کيده . دی په پوځي عملياتو کي دنورو بهرنيو اسلامي تندلارو ډلو سره دګډو عملياتي چارو مسول بلل کيده . ملابرادر په 90 لسيزه کي دننه په افغانستان کي ديو لړ پوځي عملياتوقومانداني پر غاړه درلوده .

داچي که ملا برادر نيول شوی وي ، نو دابه دهرډول شک اوترديده څخه پرته دطالبانو دمليشو دپاره يوه اخلاقي ماته وي . نو له دې امله سړی ويلای شي چي دده نيول به دپاکستان او دامريکي دمتحده ايالتونو داستخباراتي څانګو دپاره يوه بريا وي . خو له پوځي پلوه دافغانستان په جبه کي دده نيول کوم رښتياني بری نسي بلل کيدلايی ، ځکه چي دطالبانو قو ماندانان په افغانستان کي له تاکتيکي پلوه په غير مرکزي ډول سره عمليات کوي او هر قوماندان دخپلو معيارونو پر بناء عمل کوي .

سيد موسی صميمي / ضياءالحق فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري