1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملاریا او سل ناروغۍ د تشخیص روغتونونه په عصري وسایلو سمبالیږي

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

افغان حکومت پلان لري چې د ملک په څوارلسو ولایتونو کې د ملاریا او سل ناروغیو د تشخیص 152 اوسني روغتونونه په پرمختللو وسایلو سمبال کړي. تیر کال په افغانستان کی 400 زره کسان په دغو ناروغیو اخته ول

https://p.dw.com/p/11P7P
Anopheles-Mücke, auch Malaria-Mücke genannt, 45-fach vergrößert. (Vergrößerung bei 12cm Kantenlänge) Foto: eye of science/Oliver Meckes (eingestellt 02/2011)
د ملاریا میاشیانځور: eye of science/Oliver Meckes

ډیری هغه روغتونونه به په دغه پړاو کې سمبالیږي کوم چې د ملک په ختیځ او سویل کې پراته دي.

له ختیځ لغمان، نورستان، تر پکتیا، پکتیکا، هلمند، کندهار بادغیس او شمالي بدخشان پوري به د ملاریا او سل ناروغیو د پیژندنې یو شمیر روغتونو ته په نړیوال ستندرد برابر وسایل ورکړل شی.

په ګوته سوي یاد ولایتونه د ملاریا او سل ناروغۍ له اړخه ډیر زیانمن شمیرل سوي دي.

د عامې روغتیا وزیرې، میرمن ثریا دلیل، تیره ورځ ناوخته په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې په روان کال کې به 70 او په راتولنکي کال کې به 82 روغتونونه په هغو عصري وسایلو سمبالیږي چې نن صبا د نړۍ په پرمختللو ملکونو کې د ملاریا او سل ناروغیو د تشخیص لپآره کارول کیږي.

میرمن دلیل وویل: «په افغانستان کې د ملاریا او سل ناروغیو د درملني مرکزونه شته خو تر اوسه پوري په داسي معیاري وسایلو نه ؤ سمبال چې په دقیقه توګه پکې د دغو ناروغیو پیژندګلوي وکړو. په روان 1390 کال کې به 70 مرکزه او په راتلونکي کال کی به 82 مرکزونه په نړیوالو معیارونو برابرو وسایلو سمبال کړای سي.»

په معیاري وسایلو د یادو روغتونونو په سمبالولو 118 ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ګلوبل فنډ په نامه د یوې نړیوالي مرستندویې ټولني له خوا ورکول کیږي.


ویل کیږي چې له یادې مرستي څخه به د ملاریا او سل ناروغیو د 152 روغتونونو د پرسونل په روزلو کې هم کار واخیستل سي.

د عامې روغتیا وزیره وایې چې د کورنیو جګړو پر مهال د ملاریا او سل ناروغیو د تشخیص د کلینیکونو په ګډون ګڼ روغتونه یا سخت زیانمن سوي او یا هم له مینځه وړل سوي دي.

خو له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د صحې خدمتونو کچه څه نا څه لوړه سوي او تقریبا په هر لوی ښار او ولسوالۍ کې روغتون او کلینیکونه شتون لري.

میرمن دلیل وویل: «د ګلوبل فنډ ادارې له مرستي څخه به د طبي کارکونکو د روزلو لپاره هم کار واخیستل شي تر څو هغوي وکړای شي چې د نویو ماشینونو او مایکرسکوپونو په استفادي وپوهیږي او په دقیقه توګه د ناروغیو پیژندنه وکړای سي.»

د عامې روغتیا وزارت رسمې شمیري ښیې چې ملاریا او سل ناروغۍ لا هم هر کال د سلګونو تنو ژوند اخلي.

په دغو ناروغیو ډیری اخته کسان د ملک په هغو سیمو کي ژوند کوي کومې چې نا امنه دي او صحي مرکزونو ته یې د اوسیدونکو لاس رسی محدود دی.

د روغتیا نړیوال سازمان او د افغان دولت یوه ارزونه چې د تیر کال په ورستیو کې تر سره سوي وه ښیې چې یوازي په ۲۰۱۰ کال کې په ملاریا ناروغۍ د اخته کسانو شمیره ۴۰۰ زره وه.

او دا هغه کسان وو چې د ملاریا او لشمانیا ناروغیو د تشخیص مرکزونو ته یې مراجعه کړي وه خو دا امکان هم سته چی په دغې ناروغۍ اخته ډیری کسان د سیمیزو او ټولنیزو دودونو له کبله د تشخیص مرکزونو ته له ورتګ څخه منع کړای شوي وي.

جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش