1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملافيض الله د نيولوله پاره 4000 عسکر لېږل سوي دي.

۱۳۸۶ آبان ۲, چهارشنبه

د پاکستان حکومت 4000 تنه سرتيري د صوبه سرحد ايالت د سوات د رې سيمي ته لېږلي دي تر څو هلته د طالب پلوه روحانيونو د عملياتو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/DKCm
د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد ويلي چي دا ځواکونه يي د ملافيض الله د فعاليت شنډ ولو په خاطر ورلېږلي دي
د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد ويلي چي دا ځواکونه يي د ملافيض الله د فعاليت شنډ ولو په خاطر ورلېږلي ديانځور: AP
د PTI هندي آژانس په خبره پاکستان دا اقدام هغه مهال وکړی ، کله چي تيره ورځ ناوخته د ملکنډ په سيمه کي د يوې بمي حملې په ترځ کي څلور تنه پاکستاني عسکر ووژل سول.
ددې حملي په اړوند اووه تنه نيول سوي هم دي. د پاکستان پوځي وياند تورنجنرال وحيد ارشد نن خبريالانو ته وويل، دا ځواکونه د ملا فيض الله د فعاليت شنډ ولو په خاطر ورلېږل سوي د ي. ملافيض الله د خپلو راډ يويي ويناو له کبله د FM مولانا په نامه مشهور دی.
د يوبل خبر له مخي پاکستاني امنيتي چارواکو نن ويلي چي نن سهار د افغانستان پولي ته نژدې په قبايلي سيمو کي ، د وه تنه پاکستاني عسکر په يوې بمي حملې کي چي د دوی د سپرليو موټر ورباندي ختلی وژل سوي او د وه نورټپيان سوي دي.
په رپوټ کي ويل سوی ، پېښه د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کي رامنځ ته سوې.