1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا عمر د مرگ آوازې

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبه

افغان رسنيو خبر ورکړی دئ، چي افغان چارواکو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرگ تائيد کړی دئ. خو د ولسمشر غني د وياند مرستيال بيا ويلي دي چي دوی به د ملاعمر د مرگ خبر وڅېړي. يوه پاکستاني چارواکي ويلي چي ملا عمر ژوندی دئ.

https://p.dw.com/p/1G6qc
انځور: picture alliance/AP Photo

د افغانستان کورنيو رسنيو د يوه دولتي چارواکي چي نوم ئې نه دئ ښوول سوی، خبر ورکړی دئ، چي د طالبانو مشر ملا عمر دوه کاله دمخه مړ سوی دئ.

يوه افغان چارواکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغي خبري غوندي موضوع چي په ولسمشرۍ ماڼۍ کي ده د ملا عمر د مرگ خبر دئ.

خو يوه بل افغان چارواکي چي د نوم له ښوولو څخه ئې ډډه کړې ده د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ له پاکستاني چارواکو او طالبانو له استازو سره خبري کړي او هغوی دا تائيد کړې ده چي ملا عمر د ور پيښي ناروغۍ له کبله مړ سوی دئ.»

خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼي د وياند مرستيال ظفر هاشمي ويلي دي چي افغان حکومت به د ملا عمر د مړيني ادعاوي وڅېړي.

هغه نن په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «افغان حکومت د هغو آوازو په اړه څېړني پيل کړي دي چي ويل کيږي د طالبانو مشر دوه کاله دمخه د يوې ناورغۍ له امله مړ سوی دئ.»

بله خوا بيا يوه پاکستاني چارواکي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط اسوشېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي، چي دا يوازي آوازې دي، څو له طالبانو سره د سولي پلان سوي خبري اتري گډي وډي کړي.

څو ورځي دمخه له طالبانو څخه يو جلا سوي ډلي «د افغانستان د اسلامي امارت فدايي محاذ» ويلي ول چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله دمخه د دغي ډلي د نورو غړو له خوا وژل سوی دئ.

د دغي ډلي يوه وياند قاري حمزه له رسنيو سره په خبرو کي ويلي ول چي دوی دقيق ثبوتونه په لاس کي لري چي دوه کاله دمخه د ملا عمر د وژل کېدو ادعا ثابتوي.