1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا عمر ورور او زوی پر دندو ګومارل شوي

۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ د خپل پخواني مشر ملا عمر، زوی د پوځي کمیسیون د مشر په توګه وګوماره. د طالبانو یوه ویاندې زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د ملا عمر زوی او د هغه تره د «رهبرۍ د شورا» د غړو په توګه هم ټاکل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IPRQ
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، ویلي دي چې د ملا عمر تر ټولو مشر زوی ملا محمد یعقوب، او د هغه ورور ملا عبدالمنان د طالبانو  رهبرۍ شورا ته رابلل شوی وو.

له دې سره داسې تمه کیږي چې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور، پر ضد مخالفتونه راکم شي. اوس هم د طالبانو یو شمیر ډلې د منصور د مشرۍ له منلو انکار کوي او هغه ته د وفادارو جنگیالیو پر وړاندې جنګیږي.

یعقوب چې کورنۍ یې اوس هم د طالبانو په منځ کې له ډیر اعتبار څخه برخمنه ده، د افغانستان د ۱۵ ولایتونو له پاره د پوځي کمیسیون د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د طالبانو یاند قاري یوسف احمدي ویلي دي: «هغوی خپل نوي مسوولیتونه ومنل او له دوشنبې ورځې څخه یې خپل کار پیل کړ.»

د ملا اختر محمد منصور او ملا عمر د کورنۍ د غړو تر منځ تیر کال اړیکې تر هغه وروسته خرابې شوې چې د طالبانو د پخواني مشر د مړینې خبر تایید شو او اختر محمد منصور، د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د طالبانو د رهبرۍ شورا یوه غړي، د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «منصور له ډیر وخت راهیسې ملا عبدالمنان او ملا یعقوب ته په رهبرۍ شورا کې لوړ موقفونه وړاندیز کول. خو هغوی د دوشنبې په ورځ د شورا تر تائید وروسته په رسمي توګه په دغو دندو ګومارل شوي دي.»

په لومړي سر کې د ملا عمر د کورنۍ غړو ویل چې د هغه زوی ملا یعقوب باید د طالبانو مشري پر غاړه واخلي خو وروسته بیا د یعقوب کورنۍ له ملا منصور سره بیعت وکړ.