1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا عمر کورنۍ د ملا منصور ملاتړ اعلان کړ

۱۳۹۴ شهریور ۲۵, چهارشنبه

طالبانو ادعا کړې ده چې د دغې ډلې د پخواني مشر کورنۍ د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور ملاتړ اعلان کړی دی. تر دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د ملا عمر زوی او ورور د منصور د ټاکني خلاف دي.

https://p.dw.com/p/1GXLK
د طالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصور
د طالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصورانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

طالبانو د سه شنبې په ورځ په خپله انترنتي پاڼه کې یوه بیانیه خپره کړه چې په کې ادعا شوې د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان او د هغه مشر زوی ملا محمد یعقوب، د طالبانو له نوي مشر ملا محمد منصور څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دا پریکړه د طالبانو د مشرانو په یوې غونډه کې شوې ده.

ملا منان له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې دا موضوع چې دی او وراره یې اوس د ملا منصور ملاتړ کوي تایید کړې ده. دغو دواړو د ملا عمر د مړینې خبر تر تاییدیدو او بیا د نوي مشر په توګه د ملا منصور تر ټاکل کیدو وروسته، له دې موضوع سره سخت مخالفت څرګند کړی وو.

له دې سره نو ښايي د ملا منصور پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ له منځه ولاړ شي او هغه وشي کولای چې د طالبانو د نوي مشر په توګه په خپل موقف کې پاتې شي. خو اوس هم د طالبانو ډیر شمیر غړي د ملا منصور له ټاکل کیدو خوښ نه دي چې له کبله يې د دې امکان چې هغوی د اسلامي دولت ترهګري ډلې په لیکو کې ګډ شي ډیر شوی دی.

کارپوهان په دې اند دي چې که ملا منصور و نه شي کولای چې د طالبانو د قوماندانانو ملاتړ ترلاسه کړي، نو په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ترهګرې ډلې نفوذ لا پسې ډیریدای شي.

په وروستیو وختونو د طالبانو یو قوماندان ملا منصور دادالله، په یوه ویدیويي پیغام کې اعلان وکړ چې د طالبانو نوی مشر د پاکستاني استخباراتي ادارې له خوا ټاکل شوی دی او له دې کبله به یې هغه ملاتړ و نه کړي.

د طالبانو تر منځ ویش که له یوې خوا له افغان حکومت د دغې ډلې په ځپلو کې مرسته کوي، خو له بلې خوا بیا د دې ګواښ ډیروي چې که کابل له طالبانو سره د سولې یوه تړون ته ورسیږي نو بیا به هم په دې هیواد کې جګړه پای ته و نه رسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب