1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مليونو انسانانو دپاره د پاکو اوبو د چښلو هيله مندي

۱۳۸۹ آبان ۳۰, یکشنبه

په ټوله جهان کښي تر یوه ملیارډه اضافه انسانان پاکو اوبو ته لاس رسی نلري ، چه په نتیجه کښي یې مختلفي ناجوړیانی راپیدا کیږي . اوس د جنوبي افريقا د Stellenbosch پوهنتون د اوبو داسی یو فلټر جوړ کړی دی

https://p.dw.com/p/QEll
انځور: AP

، چه دمریضیانو مخنیوی کوي . هغه ډیر کوچنی، آرزانه او سپک دی ، اود چایو د یوه کوچني پاکټ په ډول معلوميږي .

مخکي تر دې چي په فابريکو کښي د هغو په توليداتو شروع وسي ، ماري ليڅه بوتا دهغه آخري ټسټ کوي . د Stellenbosch دپوهنتون دغه مايکرو بيالوژسټه د فلټر څخه لا تقريبأ نيم فلټر اوبه تيروي ، او وروسته يې آرزيابي کوي .

د پوهنتون په دغه کوچني 30 متره مربع لابراتوار کښي داسي يو فلټر جوړ سو ، چه د چايو د کوچني پاکټ په اندازه دی .

« فلټر د بوتل تر اوبواو يا په بازار کښي تر نورو فلټرانو ډير آرزانه دی . هغه په لاس کښي اخيستل کيږي ، سپک او کوچنی دی ، او ډيرو ليري ځايو ته هم انتقليدلای سي . پر دې سربيره فلټر د ناپاکو اوبو څخه باکټرياوي فلټروي ، او حتی هغه وژني . پدې ډول نو هغه بيرته محيط ته نه داخليږي »

ډيرو مرستندويه سازمانو او حتی ملګرو ملتو د هغه د اخيستلو غوښتنه کړې ده . هغه ته تقاضأ ډير زياته ده . او دا د حيرانتيا ځای هم ندی ، ځکه چي يوازي په افريقا کښي تقريبأ 300 مليونه انسانان پاکو اوبو ته لاس رسی نلري .

د جنوبي افريقاددغه پوهنتون څخه پروفيسر اُويګين کلويټ او دده ټيم تصادفأ ددغه فلټر د جوړولو په فکر کښي سو ،

دی وايي ،

«موږ په اول سر کښي په دغه باب هيڅ تحقيقات ونکړه . موږ اصلأ غوښتل د فابريکو دپاره فلټران جوړ کو ، خو سړی چي په لابراتوار کښي تحقيقات کوي ،نوپر کوچنيو شيانو او اجزاؤ باندي يې هم تحقيق کيږي . ما د هغو تحقيقاتو نتيجه وليدل ، چي د لږو اوبو څخه مو پلاس راوړې وه ، او بيا نو ما پدې شروع وکړه ، چه کوچني فلټران جوړکم . »

Bangladesch, Wasser, Verschmutzung, Arsen
انځور: DW

او پدې ډول ده ته داسي فکر ورولويدی ، چه د چايو د کوچنيو پاکټو څخه استفاده وکي ، او اوس نو په عوض ددې چه د جنوبي افريقاڅخه په کوچنيو پاکټو ، لکه ليپتون کښي توري يا شنې چايي ولويږي ، په هغه کښي فعاله کاربن ډای اکسايډ ورلويږي ، چه د اوبو څخه مضره مواد ليري کوي .

دغه فلټران چه هر يو يې يوواري استعماليږي ، تقريبأ په هر بوتل کښي بنديږي .

د جنوبي افريقا کاپ سټډ ته نژدې د Stellenboschپوهنتون د خپلي بيالوژۍ په څانګه او ټيم باندي فخر کوي . دا ددغه پوهنتون لمړنی برياليتوب دی ، چه د هغه آينده به تعينه کي . وروسته به پوهنتون د خپل هيواد او ګرده افريقاپرابلموته خپله توجه متمرکزه کي .

يورګ / محمد قاسم نوري

کتونکی : احمد ولي اڅکزی