1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي اردو يوه سرتيري دوه تنه بهرني عسکر ووژل

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه

د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي چي د ملي اردو يو صاحب منصب د هغه ولايت د پي ار ټي دوه تنه بهرني کارکونکي وژلي دي او یو بل تن ئې ټپي کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14SI8
انځور: DW

د هلمند امنيه قومندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي چي په لښکرگاه کي د پي ار ټي يا ولايتي بيارغوني ټيم دوه تنه سرتيري د ملي اردو د يوه سرتيري له خوا ووژل سول.

هغه له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په خبرو کي زياته کړه چي په دې پيښه کي يو بل بريتانياوی هم ټپي سوی دئ.

«د ملي اردو يو قومندان په پي ار ټي كې ليدنه درلوده خو دهغه ساتونكو ته بهرنيو ځواكونو د ننوتلو اجازه ورنه كړه چي د همدغو ساتونكو له ډلي څخه يوه ئې پر بهرنيو ځواكونو ډزي وكړې او دوه تنه ئې پكښي ووژل.»

الهام وايي د ملي اردو دغه سرتيرى د جلال اباد ولایت اوسيدونکی ګل نظر نوميد او هغه مهال د پي ار ټي په دفتر ور ننوت چي يو ملكي كس له دروازې څخه دباندي وتی.

«د ملي اردو دغه سرتيری هم د يو بل بهرني پوځي له خوا ووژل سو.»

خو په هلمند كي د ۲۱۵ميوند قل اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني بيا وايي چي نن د هلمند ولايت د بهرنيانو په پي ار ټي كي يو كس د ملي اردو په يونيفورم كي يو تن بهرنی سرتيرى وژلى او بل ئې ټپي كړى دئ.

هغه وايي په دې اړه چي دغه کس څوک دئ تر اوسه معلومات نه لري او دا به تر پلټونو وروسته روښانه سي.
د يادوني وړ ده چي ددې پيښي مسئولیت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخيستی.

مجتبي محمدي/ هلمند
کتونکی: نجيب الله زيارمل