1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو د چاپيريال ساتني غونډه

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د چاپریال ساتني په هکله د ملگر ملتونوغونډه نن پیل شوه. د دې غونډي وروستۍ اعلامیه لا پخوا جوړه شوې ده او ټولو هیوادونو منلې ده. دا لا روښانه نه ده چي دغه بیانیه به تر کومه حده پوري د نړیوال چاپیریال ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/15IRb
انځور: dapd

مخکي تر هغه چي له سلو څخه د زیاتو هیوادونو مشران د ریو دي جینرو ښار ته ورسیږي، ټول کارونه پای ته رسیدلي دي. د شاوخوا ۱۵۰هیوادونو مرکچیانو د خپلو خبرو پایلي په یوه ۵۰ مخيزه بیانیه کي درج کړي دي.

په دې بیانیه کي د یوه «زرغون اقتصاد» غوښتنه شوې ده. له «زرغونه اقتصاد» څخه د هغوی هدف د داسي یوه اقتصاد رامنځ ته کول دي، چي پکښي د هر کار له ترسره کیدو مخکي پر چاپيریال باندي د هغه پر پایلو فکر کیږي. خو په دې بیانیه کې دا خبره نه ده راغلې چې داسي یوه اقتصاد ته څه وخت او څرنگه رسیدل امکان لري.

یوه غیر الزامي بیانیه؟

د دې بیانیې جوړونکي وایي، چي هغو هیوادونو چي دا بیانیه ئې لاسلیک کړې ده، هر یو به په بیانيه کي ذکرشوو اهدافو ته د رسیدو له پاره خپلي لاري چاري وسنجوي. په دې بیانیه کي راغلي دي چې د ملگرو ملتونو د سمندرونو د ساتلو پروگرام هم پراخیږي او دغه راز اقلیم ته به هم لا ډیر پام وسي.

د چاپیریال ساتنې هغه ډلي چي د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ئې د ریو دي جینرو ښار ته سفر کړی دئ بې هیلي دي او وایي، چي دا یوازي یوه غیر الزامي بیانیه ده او چي لاسلیکوونکي هیوادونه په رشتیا سره د دې تعهداتو عملي کولو ته ژمن نه دي.

په المان کي د چاپیریال ساتني د ائتلاف مشرهوبرت وایگر، وايي چي «د دې کاغذ له لاسلیکدو سره د چاپیریال ساتنه خاورو ته وسپارل شوه.» دا په داسي حال کي ده چي الماني سیاستوال وایي چي تر دې ئې ډیر څه نه شوای کولای.

له نن څخه ۲۰ کاله پخوا يو شمېر هیوادونو په یوه کنفرانس کي پریکړه وکړه چي د گلخانه یي گازونو تولید به راکم کړي. دغه کنفرانس د چاپیریال ساتني لومړی کنفرانس وو. هیوادونو په دې کنفرانس کي همداراز وعده وکړه چي له فقر سره به مبارزه وکړي او د نباتاتو او حیواناتو ساتنه به وکړي.

اوس چي له هغه کنفرانس څخه شل کاله تیریږي د چاپیریال ساتني په برخه کي ډیر بدلونونه نه دي راغلي. د چاپیریال له پاره د مضرو گازونو اندازه په تیرو شلو کلونو کي ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

اروپايي اتحادیې غوښتل چي په سمندرونو کي دي حفاظتي سیمې جوړې شي خو متحده ایالات او وینزویلا د دې خبري مخالف ول. له همدې کبله دغه موضوع د ریو د بیانیې په لومړي متن کي نه وه راغلې خو د اروپا تر ډیر فشار وروسته بیا د بیانیې په متن کي درج شوه. اوس نو باید ولیدل شي چې ایا په وروستۍ بیانیه کي د دې موضوع درجول به سمندرونو ته کومه گټه ورسوي که نه.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل