1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

د ممبي د اورګاډي تمځای په هله گوله کې ۲۲ کسان وژل شوي

۱۳۹۶ مهر ۷, جمعه

د ځایي پولیسو په وینا د ممبي د اورګاډي په تمځای کې سهار وختي د ټيل ماټيل له کبله ۲۲ کسان وژل شوي دي. پولیس د پیښې د اصلي علت په هکله څیړنې کوي. د مرګ ژوبلې شمیر کېدای شي لوړ شي.

https://p.dw.com/p/2kwv2
Indien Mumbai Massenpanik auf Fußgängerbrücker
انځور: Reuters/Danish Siddiqui

دغه پیښه د هغه پله پر سر رامنځ ته شوې ده چې مسافرین پرې پلي تګ راتګ کوي. د ممبي په لويځ کي دغه پل ایلفسټن سړک د اورګاډي له سټیشن سره نښلوي. پوليسو رپوټ ورکړی دی چې د پله پر سر هله ګوله کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

د واکمن حکومتي ګوند د پارلمان استازي شاینا ننا چوداسما، ویلي دي چې، خلک د پله پر سر له سخت باران څخه د پناه اخیستو له پاره تر یوه چت لاندي سره راټول شوي ول چي وضعيت يې لا پسې پیچلی کړ.

د سنیل دیشموخ، په نوم د پولیسو یوه افسر ویلي دي: «د نري پله پر سره هر لوري ته ګډوډي وي، خلک د یو او بل د پاسه تیر شوي او ډیر خلک سخت ټپیان شوي دي.»

زیاته شوې ده چې ځیني عیني شاهدانو ویلي دي چې د دې گنگوسې وروسته هغه مهال د خلکو په منځ کې هله ګوله رامنځ ته شوه چې گویا پل نړیږي ځیني نور عیني شاهدان وایي چې یوه ښځه په زینو کې راولویده او بیا ټیل ماټیل رامنځ ته شو.

د ممبي د طبیعي پيښو پر وړاندي د بیړنۍ ادارې ویاند تانجي کمبله، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس هله ګوله تر کنترول لاندې ده، خو په وینا یې ښایي د مړو شمیر زيات شي.

زموږ له ارشيف څخه: