1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ممبی د بریدونو يو طراح په دار شو

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

د ۱۹۹۳م کال د ممبی بریدونه د هند په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بمي بریدونه گڼل کیږي. د دغو بریدونو یو طراح اوس اعدام شوی دی. خو ډیر خلک وایې چې په خپله طراح يې نه دی اعدام کړی.

https://p.dw.com/p/1G7HZ
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gupta

له هغه وروسته چې یعقوب مېمن د بخښني وروستۍ غوښتنه کوي، د خپل عمر په ۵۳ مه کلیزه کې په دار زړول کیږي. مېمن د ممبی د بریدونو یوه له پلانونکو څخه وو چې تر۲۲ کاله وروسته اعداميږي. د رسمي سرچینو په حواله مېمن د مهاراشترا ایالت په زندان کې په دار شوی دی. په تيرو لسو کلونو کې دا دریم وار دی چې په هند کې د اعدام سزا عملي کیږي.

مېمن د ۱۹۹۳م کال په مارچ میاشت کې د اسارو پر مارکیټ، هوټلونو او«پخواني ممبی» پر مارکیټونو په بریدونو تورن شوی وو. په دغو بمي بریدونو کې نزدې ۲۵۷ انسانان ووژل شول ول او تر ۷۰۰ ډیر نور ټپیان شول. دا تر دې دمه په هند کې تر ټولو خونړي بریدونه بلل کيږي.

خو د دغو بریدو اصلي تورن کس تر اوسه پوري نه دی نیول شوی. د میمن د اعدام پر ضد په ډیرو ځایونو کې مظاهرې او لاریونه وشول. د بشري حقونو نړیوال سازمان امنيستي انترنشنل هم نیوکه کړې ده چې په هندوستان کې د اعدام سزا ډیري وختونه خپل سري، تبعیضي او اکثره وختونه د بې وزله خلکو پر وړاندي ترسره کیږي.

د بالي ووډ احتجاجونه

د هند د پارلمان استازو او کارپوهانو د رواني اونۍ په پیل کې د یو لیک په ترڅ کې د مېمن له پاره د بخښنې غوښتنه وکړه. د هند د فلمي نړۍ بالیوډ ستوري سلمان خان په خپل تویتر کې لیکلي ول چې د دې پرځای باید اصلي مجرم پيدا او هغه اعدام شي.

ویل کیږي چې د اعدام شوي مېمن ورور ټائگر مېمن او داود ابراهیم د دغو بریدونو اصلي طراحان دي. گومان کیږي چې دغه دواړه کسان به په گاونډي هیواد پاکستان کې وي.

په مجموع کې ۱۰۰ تنه د ممبی د بمي بریدونو په تړاو محاکمه شوي دي. په دوی کې ۱۱ تنه د اعدام په سزا محکوم شوي ول چې وروسته بیا د هغوی له جملې څخه د لسو تنو د اعدام سزا په عمري بند واوښته.

بې گناه حسابدار

یعقوب مېمن چې د حسابدار په توگه یې دنده لرله د ممبی تر بمي بریدونو څو ورځي دمخه پاکستان ته تللی وو. مېمن تل پر خپلي بې گناهۍ ټینگار کاوه. مېمن محاکمې ته وویل چې هغه په ۱۹۹۴م کال کې د خپلي کورنۍ له نورو غړو سره یوځای د دې له پاره بیرته هند ته ستون شو چې د بریدونو د تحقیقاتو په برخه کې مرسته وکړي، خو هلته ورته حد اکثر مجازات(اعدام) ورکړل شو.

د وروستیو تر لاسه شوو ارقامو پر بنسټ له ۲۰۱۳م کال راهیسي د هند په زندانونو کې نزدې ۴۰۰ بنديان د اعدام په سزا محکوم شوي دي. خو په هند کې د دغه سزا عملي کیدل له نشت سره برابره ده.

په تیرو لسو کلونو کې هغه کسان چې په دغه هیواد کې اعدام شوي دي ټول د ترهگرۍ په پيښو کې په لاس لرلو تورن ول. لکه د ممبی د ۲۰۰۸م کال د بریدونو مسئول پاکستانۍ اجمل قصاب، کشمیري محمد افضل گوروه، چې ویل کیږي په ۲۰۰۱م کال کې د هند پر پارلمان برید کې یې لاس درلود، او اوس یعقوب مېمن.