1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ممبی د غميزي د سترګو ليدلی حال

۱۳۸۷ آذر ۸, جمعه

د چهار شنبې په ماښام د هند په ستر تجارتي مرکز ممبۍ کي د پیل شوې ډرامې لا تر اوسه ویرونکې لمن پر ښار خوره پاته ده

https://p.dw.com/p/G5HX
د تاج محل هوټل څخه راوتلي مسافر
د تاج محل هوټل څخه راوتلي مسافرانځور: AP

داسي ښکاري چي ترهګرو قصداً د خپل دغه خونړي عمل لپاره د ممبۍ عصري هوټلونه د هدف په توګه ټاکلي ؤ. یوه ښځه چي په ساعتونو د تاج محل پالاس په هوټل کي یرغمل نیول شوې پاته وه وايي:« په پنځم پوړ کي یوه کوټه وه، چي یو لاسي بمب پرې ولګید، اور يې واخیست،هغه څه چي ما ولیدل، دود او لوخړي وې. بیا یو سړي زما د کوټې کړکۍ مخ ته پر ما باندي، چي د کړکۍ د شیشۍ له ماتلو سره يې هلته ننوتی او له کړکۍ څخه ځوړنډ. په دغه وخت کي موږ ته وویل سول چي له هوټل څخه وتښتو.»

د تاج محل له هوټل څخه د تېښتي په وخت کي یو آلمانی هم ووژل سو. خو دغه ښځه چی په ساعتونو په تاج محل کي یرغمل نیول شوې پاته وه، وتوانیده چي له هغه څخه وتښتي:«ما له هوټل څخه منډه واخیسته، فکر مي کاوه چي څوک ژوندي نه دي پاته، هیڅ انسان مي سترګو ته نه راته ، ټولو ځایونو دود او لوخړو نیولی ؤ، په دې وخت کي مي مړی ولیدل چي پر ځمکه پراته ول، خلک مي ولیدل چي په ډزو سره ټپیان سوی ؤ.»

د ځینو معلوماتو له مخه، تروریستان د چهار شنبې په ماښام له ربړي ماشین باندي سمبال بیړیو سره د ممبۍ ښار ته ننوتل. بیا يې دغه ښار د جګړې په ډګر بدل کړ. هغوی په یوه وخت کي د ښار په مختلفو برخو کي په بریدونو لاس پوري کړ. حمله کونکو له ماشین ګڼو او لاسي بمونو سره په هوټولونو، یوه روغتون، د اورګاډو په یوه ستیشن، او یو رستورانت چي ډیری سیلانیان هلته ورځي،حمله وکړه.

په ممبۍ کي يهودي مرکز ور ننوتي هندي ځواکونه د خلګو د ژغورلو په حال کي
په ممبۍ کي يهودي مرکز ور ننوتي هندي ځواکونه د خلګو د ژغورلو په حال کيانځور: AP

د مهارساترا د ایالت د پولیسو مشر، ان رای وویل:«زه یوه څه ویلای شم، دا یو ډیر ښه او دقیق پلان شوی عملیات ؤ چي ورته مخکي له مخه تیاری نیول شوی او افراد ورته روزل شوی ؤ. خو زه نه غواړم چی کوم نوم وښیم، تر هغه پوري چي په دې برخه کي دقیق معلومات بشپړ کړو»

د دغي حملې لپاره د بریښنالیک له لاري یوې مخکي نه پیزندل سوي ډلي چي نوم دی، د دکن مجاهدین ، مسوولیت په غاړه اخیستی. د هند لومړی وزیر، مان موهن سنګ پرته له دې چي د خپل ګاونډي دښمن هیواد پاکستان نوم واخلي، د دغي حملې ريښې بهرنی وګنلې:«ښکاره نښاني په لاس کي ده چي د حمله کونکی ډلي هډه په بهر کي ده. په پوره قاطعیت سره يې په عمل لاس پروي کړی تر څو د هند په تجارتي مرکز کي ګډودي پیدا کړي. موږ به په ډیرو سختو اقداماتو لاس پوري کړو چي بیا تروریستان ونه شي کړای چي خپل دا عمل تکرار کري.»

د هند د لومړی وزیر د داسي ویناو سره سره، په راتلونکو ورځو او اونیو کي پولیس او حکومتي مسوول چارواکي باید د خلکو دې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي چي څرنګه تروریستان بریالي سول چي د هغوی له خبرتیا او پام لرني څخه پرته په داسي یو خونړي او ویرونکو حملو لاس پوري کړی.