1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منديلا د مړني په اړه د نړيوالو مشرانو غمشريکي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۵, جمعه

د جنوبي افريقا د ستر مبارز نيلسن منديلا د مړيني په اړه د نړۍ د يو شمېر هيوادونو د جمهور رييسانو او دولت د مشرانو د خواشينۍ پيغامونه.

https://p.dw.com/p/1AUCk
انځور: Reuters/Mark Wessels

نړۍ د جنوبي افريقا د جمهور رييس جيکوب زوما په هغه اعلان سره خبره سوه چي وويل د اپارتايد غورځنګ ضد مبارز نيلسن منديلا مړ سو. زوما د پنجشنبې په شپه (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۵) د منديلا په کور کي خبريالانو ته وويل: «زموږ ملت خپل ستر زوی له لاسه ورکړ. زموږ اولس خپل پلار له لاسه ورکړ.»

د ټولو له پاره سرمشق

د منديلا د مړيني تر اعلان لږ وروسته د امريکا جمهور رييس بارک اوباما د دغه خبر په غبرګون کي وويل: «موږ يو ډېر مهم او تاثير اچوونکی انسان له لاسه ورکړ.»

بارک اوباما د پيغام پرمهال
بارک اوباما د پيغام پرمهالانځور: Reuters/Mike Theiler

اوباما زیاته کړه: «د هغه لاسته راوړني تر هغه ډيري دي، لکه د يوه انسان څخه چي يې تمه کيږي. منديلا له زندان څخه جمهوري رياست ته ورسېد خو هغه څوک چي دی يې بند ته لېږلی وو وبخښل. منديلا بايد زموږ له پاره يو شرمشق وي.»

د امريکا جمهور رييس، منديلا يو الهام بخښوونکی شخص ياد کړ. هغه وويل: «زه خپله يو له هغو ميلياردونو انسانانو څخه يم چي له منديلا څخه مي الهام اخيستي دی.»

منديلا يو ځلانده سرمشق

د آلمان صدراعظمي انګيلامير کل هم د جنوبي افريقا پخوانی ولسمشر يو «الهام بخښوونکی» شخصيت ياد کړی دی.

د آلمان لومړۍ وزيري وويل: «د توکمپالني د ردولو او زورزياتي سره په مبارزه کي به د منديلا سرمشق د ټولي نړۍ له پاره ډېر وخت الهام بخښوونکی وي.»

مېرمن مېرکل زياته کړه: «حتی د زندان کلونو و نه سوای کولای چي منديلا ماته کړي.» ميرکل د خپل پيغام په پای کي وويل، آلمان له جنوبي افريقا سره په غم کي شريک دی.

لومړۍ وزيره انګيلا مير کل له نېلسن منديلا سره
لومړۍ وزيره انګيلا مير کل له نېلسن منديلا سرهانځور: Axel Sschmidt/AFP/Getty Images

د ژوند قهرمان

د بريتانيا لومړی وزير ديوید کامرون د منديلا تر مړيني يو ساعت وروسته د بريتانيا په تلويزيون کي د پيغام پرمهال هغه يو قهرمان ياد کړ. کامرون وويل چي حتی منديلا اوس تر مرګ وروسته هم د نړۍ «واقعي قهرمان» دی.

کامرون د منديلا د مرګ په اړه په خپل تويتر پاڼه کي لیکلي ول: «په نړۍ کي ستره روښنايي خاموشه سوه. نيسلن منديلا زموږ د عصر قهرمان وو. لارښوونه مي کړې ده چي د داونينګ ستريت په لسمه ودانۍ کي بيرغونه نيمه ځوړند سي.»

د امريکا متحده ايالاتو پخواني جمهور رييس بيل کلينټن په خپل پيغام کي ويلي دي: «نړۍ نن خپل يو له مهمو رهبرانو او يو له مهمو انسانانو څخه له لاسه ورکړ.»

هغه زياته کړې ده: «د نيلسن منديلا نوم به په تاريخ کي د آزادۍ د قهرمان او د سولي او پخلايني د اتل په توګه ثبت سي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي نېلسن منديلا د معمولي تورپوستو د حقوقو د په لاس راوړلو له پاره په افريقا کي ډېر پايداره بدلونونه راوستل.