1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منديلا روغتيايي حالت نور هم خراب سوی دئ

نجيب الله زیارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبه

اوس د نيلسون منديلا روغتيايي وضع نه يوازي «جدي» بلکي «بحراني» ده. د جنوبي افريقا دغه ملي قهرمان له دوو اوونيو راهيسي د پلازمېنه پريتوريا په يوه روغتون کي تر درملني لاندي دئ.

https://p.dw.com/p/18v8r
Weltweit hoffen die menschen auf die Genesung von Nelson Mandela - wie dieser Künstler in Indien // Artist Sudarshan Pattnaik works on a sand sculpture created in the likeness of former South African President Nelson Mandela, to wish him a speedy recovery, in Puri, about 65km (40 miles) from the eastern city Bhubaneswar in the Indian state of Odisha June 9, 2013. Mandela, who became a global symbol of triumph over adversity and South Africa's first black leader in 1994 after the defeat of apartheid, was hospitalised early on Saturday after his already frail health worsened. REUTERS/Stringer (INDIA - Tags: SOCIETY POLITICS HEALTH TPX IMAGES OF THE DAY) eingestellt von ml
Solidarität mit Mandelaانځور: Reuters

د جنوبي افريقا جمهوري رياست د يکشنې (۲۰۱۳ کال د جون ۲۳) په ماښام اعلان وکړ چي منديلا له ۲۴ساعتونو راهيسي له حياتي پلوه له جدي خطر سره مخامخ دئ. د دوشنبې په ورځ بيا دغه هيواد اعلان وکړ، چي د هغه روغتيايي وضعيت خراب دئ.

د جنوبي افريقا جمهور رئيس جاکوب زوما ويلي دي، چي «ډاکټران تر خپله وسه کوښښ کوي چي د منديلا روغتيايي وضعيت ښه سي.» هغه ويلي دي چي «د ملت د پلار درملنه د ډېرو تکړه ډاکټرانو له خوا کيږي».

د شفا اميد نه سته

زوما تيره اوونۍ د منديلا کورنۍ ته ويلي ول، چي د دغه ۹۴ کلن شخصيت روغتيايي وضع لږ ښه سوې ده. منديلا دوې اوونۍ دمخه د سږو د ناروغۍ له کبله د پريتوريا په يوه روغتون کي بستر سو.

منديلا چي د خپل ژوند ۲۷ کاله ئې په بند کي تيري کړي. د له تبعيض سره د مبارزې په برخه کي د سولي د نوبل جايزه هم کټلې ده. هغه د زندان پرمهال د سيل په مرض هم اخته سو، چي دا بیا د ده د سيږي د ناروغۍ سبب وگرځېد.

منديلا په ۱۹۹۴ کال کي د جنوبي افريقا جمهور رئيس سو او په ۱۹۹۹ کال کي له خپلي دندي پرشا سو.

هغه اوس په خپل هيواد کي د ملت د پلار نوم لري. هغه وروستی وار په ۲۰۱۰ کال کي په يوهانس بورگ کي د فوټبال د نړیوالو سياليو پرمهال د خلکو په مخ کي راښکاره سوی وو.