1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ د سولي پروسه که د وخت تيرول؟

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه

د يوه خپلواک فلسطيني دولت د جوړيدو په موخه فلسطينيان اوس بايد له عربي ټولني څخه د ملاتړ مرسته ترلاسه کړي. د دغي ټولني عمومي منشي په دې اړه په ملگرو ملتو کي د يو نوي اقدام اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/17BL7
انځور: Reuters

د اسرائيلواو فلسطينيانو تر منځ د سولي خبري اتري له نزدې دوو کلونو راهيسي په ټپه درېدلي دي. له دغه بن بست په پام کي نيولو سره عربي ټولنه چي د عرب ليگ په نامه هم مشهوره ده، اوس هڅه کوي چي د دغه کړکېچ د حل له پاره د يوې بلي لاري په لټه کي شي.

د عربي ټولني عمومي منشي نبيل العربي د اردن د سين د لوېديځي غاړي په ښار، رام الله کي وويل: «موږ نه شو کولای چي د تيرو۲۰ کلونو متودونو ته دوام ورکړو. دا ټول د وخت تيرول دي.» د مصر د بهرنيو چارو د وزير محمد کمال په ملگرتيا هغه په دغه ځای کي د فلسطين د خپلواکمني ادارې له مشر محمود عباس سره وليدل.

د امنيت شورا په وړاندي

العربي يادونه وکړه چي د يوه خپلواک دولت د جوړيدو پر لور په خپلو هڅو کي به فلسطينيان يو ځل بيا د ملگروملتو په وړاندي ودريږي. هغه د خپلو خبرو په دوام کي وويل: «فلسطين به له عربي او اروپايي دولتونو سره په گډه کار وکړي، چي د کلونو بن بست ته بالاخره د پاي ټکي کښېږدي.»

د ۲۰۱۲ کال د نومبر په پای کي د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې په دغه سازمان کي د فلسطينيانو له پاره پرته له دي چي غړيتوب ورکړي، ديو «څارونکي غړي» په توگه، موقف په رسميت وپيژانده.

د عربي ټولني عمومي منشي غوښتنه وکړه، چي د فلسطين او اسرائيلو د شخړي پر سر بايد د ملگرملتو د امنيت په شورا کي روغه جوړه وشي. هغه وويل: «هدف بايد د شخړي پای ته رسول وي، نه دا چي هغه يوازي اداره شي. العربي د امنيت شورا پر ستر غړي، امريکا متحده ايالاتو چي په دغه شورا کي د څلورو نورو دولتونو تر څنگ د ويتو حق لري او د متحده ايالاتو پر ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ، چي «د دغي شخړي د حل په مينځگړيتوب کي تر پخوا زيات زيار وباسي.»

عربي ټولني فلسطينۍ خپلواکمني ادارې ته مالي مرسته نه ده ورکړې

په رام الله کي د عربي ټولني او فلسطين د خپلواکمني ادارې د ليدني کتني يو بله مهمه موضوع د دغي اداري مالي کړکيچ وو. دغه اداره د نومبر په مياشت کي له دې څخه عاجزه شوه چي خپلو۱۸۰ زرو مامورينو ته معاشونه ورکړي.

د دسمبر په پيل کي عربي ټولني اعلان وکړ، چي د اسرائيلو له خوا د مالياتي او گمرکي محصولاتو د نه ورکړي د جبران په بدل کي۱۰۰ميليونه ډالره د فلسطين خپلواکمني ادارې ته ورکړي.

د الجزيرې د رپوټ له مخي دغه پيسي لا تراوسه د عربي دولتونو له خوا فلسطينيانو ته تحويل شوي نه دي.

له هغه وروسته د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې فلسطين د يو څارونکي غړي په توگه ومانه، اسرائيلو د فلسطين خپلواکمني ادارې ته د مالياتو او گمرکاتو د عوايدو له ورکړي څخه ډه ډه وکړه. سر بيره پر دي د اسرائيلو د صدراعظم، نيتانياهو کابينې د اردن د سين په لوېديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کي د زررونو کورونو د جوړولو پريکړه هم وکړه.