1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرت د نویو قاچاقي لارو کشف روان دی»

۱۳۹۵ فروردین ۸, یکشنبه

د اروپايي اتحاديې او ترکیې ترمنځ د تړون تر نافذیدو وروسته اروپا ته د نوو لارو د موندلو امکانات پیش بیني کیدل. خو اوس ویل کیږي،چي قاچاق وړونکو په عمل لاس پوری کړی دی او اروپا ته د کډوالو د لیږد نوو لارو ته تیاری نیسي.

https://p.dw.com/p/1IKUq
انځور: Getty Images/M. Cardy

د کډوالو پرمخ د بالکان لارو د بندیدو او د اروپا او ترکیې تر منځ د شوي تړون په عملي کیدو سره، اوس کډوال غواړي له نورو لارو څخه اروپا ته ځانونه ورسوي.

قاچاق وړونکي هم په دې برخه کې د کډوالو د غوښتنو له مخې لاس په کار شوي دي. آلماني ورځپاڼې «فرانکفورتَر اَلگِماینه زونټاگ څایټونگ» د رپوټ له مخې، دغه نوي لارې له مدیترانې سمندرګي څخه د ایټالیا پر لور تلونکي دي.

په همدې اساس اوس هغه کډوال چې د ترکیې په آنتالیا او مرسین ښارونو او د یونان پلازمینه آتن کې میشت دي، د نویو لارو پر لور تیښتو ته هڅول کیږي او هلته به د کب نیونۍ یا نورو وړو سوداګریزو کشتیو پواسطه انتقالیږي. د ترکیې مرسین ښار د سوریې پولې ته نژدې پروت دی. آلمانۍ ورځپاڼه وايي، امکان لري چې له نوو لارو څخه به ګن شمیر کډوال اروپا ته د اوښتو په نیت کار واخلي او دغه لړی به د راتلونکي میلادي میاشت اپریل له لمړي اوونۍ څخه پيل شي.

«د قاچاق وړونکو د تليفونونو شمېرې»

لکه ځنگه چي نوموړي ورځپاڼې د قاچاوړونکو په حواله ویلي دي، کډوالو ته د قاچاق وړونکو لخوا سپارښتنه کیږي تر هغو پوري چې کشتي ګانې نړیوالو اوبو ته نه وي رسیدلي، ځانونه به نه ښيي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې د قاچاق وړونکو د موبایلونو شمیري د هغو په فیسبوکونو کې شتون لري. له نویو لارو څخه د اروپا پر لور د تیښتې لګښت د پخوانیو لارو په پرتله خورا اوچت ښودل شوی دی، خو اوس هغه کډوال چې له ترکيې څخه د اژه سمندرګي له لارې د یونان ټاپوګانو ته رارسیږي، د ترکیې او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوي تړون له مخې بیرته ترکیې ته استول کیږي.

د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې قاچاق وړونکي غواړي چې په هره اوونۍ کې د دوو ډلو ګډوالو لپاره امکانات برابر کړي. یوه قاچاق وړونکي ویلي دي چې دی قصد لري چې تر ۲۰۰ پورې کسان په یوه کشتۍ کې ولیږدوي. رپوټ وايي چې د نویو لارو د پیدا کولو غوښتنه له تیرو اوونیو څخه زیاته شوې ده.

مرکزي اروپا ته یوه نوي لار له مراکش څخه تیریږي او امکان لري، چې اسپانیا هم د دې لارې له عواقبو څخه اغیزمنه شي.