1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت پر قانون د آلمان د مذاکره کوونکو ګوندونو هوکړه

۱۳۹۶ بهمن ۱۴, شنبه

د آلمان دموکرات او مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونه د سوسيال دموکرات ګوند سره د مهاجرت پر موضوع يوې هوکړې ته ورسيدل. د مهاجرت په تړاو يو قانون باندې توافق هم د دغې هوکړې يوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/2s4Dt
Berlin - Sondierungen von Union und SPD - Blick in die SPD-Zentrale
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د نوي ائتلافي حکومت د جوړيدو په مذاکره کوونکې ډله کې د مهاجرت په چارو کې د آلمان د سوسيال دموکرات (اس.پې.دې) ګوند له خوا رالف شتيګنر استاځيتوب کوي. هغه د جمعې په ماښام په برلين کې تر مشاورتي غونډي وروسته وويل چې د مهاجرت اړوند کاري ډله جوړجاړي ته ورسيده.

شتګینر همدا ډول د مسلکي کسانو اړوند د مهاجرت د يو قانون د تصويبيدو څخه هم هرکلی وکړ. هغه وويل: «موږ پر چارچوکاټ سره تفاهم وکړ چي په راتلونکې تقنيني دوره کي به رامنځ ته کيږي.» نوموړي دغه راز زياته کړه: «په دې برخه کې زموږ تصورات په بشپړه توګه عملي شوي دي.»

د شتيګنر په وېنا، د پناه غوښتنې د سياست په تړاو په شويو توافقاتو کې، آلمان ته د بشردوستانه مهاجر په توګه د راغليو ۱۸۰ تر ۲۲۰ زرو پورې مهاجرو موضوع په خپل حالت پاتې ده. دغه موضوع، د ائتلافي حکومت د جوړيدا په لمړنيو بحثونو کې هم يوه له مهمو موضوع ګانو څخه وه. د سوسيال دموکرات ګوند دغه استاځی وايي چې دغه موضوع له سره جمله بندي کيږي او زياتوي چې دا ارقام د انتظاراتو ښکارندويي کوي نه د يوه نهايي شمير.

Ralf Stegner
رالف شتيګنر د نوي ائتلافي حکومت د جوړيدو په مذاکره کوونکې ډله کې د سوسيال دموکرات ګوند استاځیانځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

ورته مطالب:

په آلمان کې د ائتلافي حکومت پر سر خبرې د مهاجرت پر سر د مخالفت له کبله وځنډیدې

آلماني ګوندونه د مهاجرت سياست په اړه څه دريځونه لري؟

د آلمان پارلمان د پناه غوښتني سخت قانون تصویب کړ

د نوي ائتلافي حکومت د جوړيډو په بحثونو کې يوه مهمه مسئله د پناه غوښتونکو د کلنۍ نهايي شميرې تعينولو موضوع وه، کوم چې د سوسيال او مسيحي دموکرات اتحادي ګوندونو له خوا يې وړانديز شوی وو.

رالف شتیګنر پر هغه څه نيوکه کوي چې ويل کيږي «ګواکې سوسيال دموکرات ګوند د نهايي شمير تعينول منلی دی» هغه وايي: «مونږ داسې يو څه نه دي منلي». د «اس.پې.دې» ګوند د رئيس دغه مرستيال زياته کړې: « د آلمان دموکرات او مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونه يا(سي.دي.يو) او (سي.اس.يو) رهبرۍ دا ځل منلې ده چې په دې تړاو د هغو ناسمو اطلاعات څخه به ډډه کوي کوم چې لګښت يې (اس.پې.دې) له خوا پرې کيږي.»

تر دې مخکې د انګلا مرکل د (سي.دي.يو) ګوند ائتلافي شريک (سي.اي.يو)، د ابتدايي خبرو اترو له ختميدو وروسته ويلي وو چې د نهايي شميرې د تعينولو په موضوع کي يې خپله غوښتنه عملې کړې ده. په عين وخت کې د (سي.اس.يو) سکرتر جنرال اندرياس شوير هم د جمعې ماښام تر مذاکراتو وروسته وويل چې، «موږ ډیر راضي يو». هغه د (اس.پې.دې) ګوند د استاځي رالف شتیګنر په اړه څه ونه ويل.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: