1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په اړه د ترمپ د نوې پریکړې پر ضد مظاهرې

۱۳۹۶ شهریور ۱۵, چهارشنبه

ولسمشر ترمپ هغه پروګرام پای ته رسولی چې له مخې یې نزدې ۸۰۰ زره ځوانان چې د ماشومانو په توګه په غیر قانوني ډول آمریکا ته راوستل شوي، په امریکا کې پاتېدای شي. اوس په زرونو کسانو د دې پریکړې پر ضد مظاهرې کړي.

https://p.dw.com/p/2jPsw
USA Daca-Programm Proteste in in Oklahoma City
انځور: picture-alliance/AP Photo/

په نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، شیکاګو او د امریکا متحدو ایالاتو په نورو ښارونو کې په سونو کسانو د ولسمشر دونالد ترمپ د هغې پرېکړې پر ضد مظاهرې وکړې چې په پایله کې یې یو پروګرام چې د ماشومانو په توګه راغلو غیر قانوني کډوالو ته په امریکا کې د پاتېدو اجازه ورکول کیږي، پای ته رسیږي.

دغه پروګرام د «DACA» په نوم یادیږي چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا رامنځ ته شوی وو. دغه پروګرام هغو کسانو ته چې د ماشومانو په توګه امریکا متحدو ایالاتو ته راوستل شوي ول، په دې هیواد کې د پاتېدو او کار اجازه ورکوي.

اوباما په ۲۰۱۲م کال کې دغه قانون د تقنیني فرمان پر اساس رامنځ ته کړ. تر دې مخکې هغه د کانګرس له خوا د مهاجرت په برخه کې د اصلاحاتو رامنځ ته کیدو غوښتنه هم کړې وه، خو دغه څه په عمل کې و نه شول.

د ترمپ ټاور مخکې ته مظاهرې

د ولسمشر ترمپ د دغه فرمان تر صادریدو وروسته، د مهاجرو د حقونو یو شمیر فعالانو په منهاتن کې پنځم سړک چې ترمپ ټاور ته رسیږي، بند کړ. پولیسو تر دې وروسته تر لسو ډیر فعالین ونیول، لاسونه ولچک کړل او له سیمې یې بل ځای ته ولیږدول.

په لاس انجلس کې هم پولیس اړ شوي دي چې څو ډیر ګڼه ګوڼه واټونه وتړي څو مظاهره کوونکي ترې تیر شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې پروګرام د بندولو د پریکړې پر ضد پراخ غبرګونه شوي دي. ډیرو دیموکراتانو او سوداګرو چې د دغه پروګرام ملاتړ یې کړی وو، نوې پریکړه غندلې ده.

په کانګرس کې د دیموکراتانو مشر ننسي پلوسي، د ترمپ دغه پریکړه شرمناکه او سیاسي بزدلي، بللې ده. د مکسیکو ولسمشر هم په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې هیواد به یې په مکسیکو کې د هغو زیږدلو ځوانانو تر څنګ ودریږي چې د دې پروګرام په واسطه اغیزمن کیږي.

ترمپ له خپلې پریکړې دفاع کړې

خو ولسمشر ترمپ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې هغه هیڅ لیوالتیا نه لري چې د والدینو د اشتباهاتو جزا هغو ماشومانو ته ورکړي چې اوس ځوانان شوي دي. هغه په عین حال کې ټینګار کړی دی چې د دغې پریکړې عملي کول ځکه اړین دي، چې امریکا متحد ایالات د قانون هیواد دی.

خو پخواني ولسمشر بارک اوباما بیا دغه پریکړه «ظالمانه» بللې ده. هغه ویلي دي: «راځئ چې روښانه خبري وکړو، ننی کار د قانون له مخې اړین نه دی. دا یو سیاسي پریکړه او په اخلاقو پوري تړلې موضوع ده.»

اوباما ټینګار کړی دی چې د مهاجرت د سیاست په پایله کې باید داسې په زرونو کسان بې سرنوشته نه شي چې امریکا ته راتلل یې خپله پریکړه نه ده او دلته په دې هیواد کې کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي.

زموږ له ارشيف څخه: