1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو بحران : آلمان او فرانسه پر ترکيې فشار زیاتوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۷, شنبه

د آلمان او فرانسې د کورنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې ترکیه باید اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمیر د کمولو په برخه کې اړین گامونه پورته کړي. اروپا د کډوالو د غوښتنلیکونو د څیړنې په برخه کې سختي را منځته کړی.

https://p.dw.com/p/1Hqr1
انځور: Getty Images/S. Gallup

د یونان په پلازمېنه اتن کې د آلمان او فرانسې د کورنیو چارو وزیرانو وویل دي چې د شینگن زون د ختمیدو خطر حقیقي دی. د دغو چارواکو په خبره د دغه زون د ژغورنې له پاره د اروپا د بهرنیو سرحدونو ډاډمنتوب یو عاجل ضرورت دی.

همدارنگه د اروپا د دغو دوو مهمو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو زیاته کړه ده چې په دې برخه کې د یوناني ادارو د صلاحیتونو بهترول ډیر اړین دي، تر څو دوی مستحق او هغه کډوال تشخیص کړای شي چې د اقتصادي لاملونو له امله اروپا ته مخه کوي.

تیر کال د منځني ختیځ، افریقا او آسیایې هیوادونو تر یوه میلیون ډیر مهاجر د ترکیې د ساحلونو څخه د آژې سمندر له لارې د یونان ټاپوگانو ته رسیدلي ول. اروپا پر ترکیې تور لگولی چې دغه هیواد د یونان پر لور د سمندر له لارې د تلونکو کډوالو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه کوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ په انقره کې له خپل ترکي سیال سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي وو چې ترکیه د خپلو سمندري ساحلونو له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو په مخنیوي سره او د ترکنې د سرحدي پولو له لارې اروپا ته د داخل شوو کډوالو ته بیرته خپلې خاورې ته د راتگ اجازې په ورکولو سره په اروپا کې د مهاجرینو د دغه کړکیچ د حل په برخه کې پریکړنده رول لوبولی شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر هم د یوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې یونان ته تللی دی. په یونان کې د مهاجرینو د نوم ثبتولو له مرکزونو څخه تر لیدنې وروسته دیمیزیر وویل: «د دغو مرکزونو د جوړولو هدف دا نه دی چې د مهاجرو نومونه ثبت او راجستر کړي او بیا یې پر اروپایې هیوادونو وویشي، بلکې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د مهاجرینو په راتگ کې کموالی رامنځته کړای شي.»

دیمیزیر زیاته کړه چې د اقتصادي لاملونو له کبله راتلونکي کډوال باید بیرته په عاجل ډول خپلو هیوادونو ته واستول شي او په دې برخه کې د ترکیې او اروپا تر منځ همکاري باید زیاته شي.

دیپلوماتان وایې چې د یکشنبې په ورځ به د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره وویني. دغه دواړه مشران به پر ترکیې د فشار زیاتلو پر لارو چارو خبرې وکړي. تاکل شوې چې میرکل به په راتلونکي اونۍ کې ترکیې ته هم سفر وکړي او د دغه هیواد له لومړي وزیر احمد داود اغلو سره به ملاقات وکړي.

تیر کال د نوامبر په میاشت کې اروپایې اتحادیې په ترکیه کې د موجودو کډوالو سره د مرستې له پاره د دری میلیونه ایرو مرستې ژمنه کړی وه. اروپا هیله لري چې د دغو مرستو په بدل کې به د انقرې حکومت اروپا ته د تلونکو کډوالو د مخنوي په برخه کې اقدامات وکړي.