1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه د مهاجرو د اخراج د يو واحد قانون په لټه کې

۱۳۹۷ شهریور ۲۳, جمعه

د مهاجرو په چارو کې د اروپايي اتحاديې کمیستر ديميتريس آورامپولوس د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه د مهاجرو د اخراج په اړه د يو واحد سياست غوښتونکی شو. غړي هيوادونه به موظف وي چې د مهاجرو په اخراج کې همکاري وکړي.

https://p.dw.com/p/34qJM
EU-Innenkommissar Dimitris Avramopoulos
انځور: Getty Images/A. Gebert

د اروپايي اتحاديې کميسيون له غړو هيوادونو څخه د مهاجرو د اخراج له پاره د يو واحد سياست غوښتونکی شو. د مهاجرت په چارو کې د اروپايي اتحاديې کمیسار ديميتريس آورامپولوس په دې اړه وويل چې د مهاجرو د اخراج موضوع د مهاجرت په تړاو يوه تر ټولو جنجالي موضوع ګانو څخه ده.

نوموړي د مهاجرو د اخراج موضوع د اروپايي اتحاديې د مهاجرت سياست يو له مهمو ارکانو څخه ياده کړه. دغې اتحادېې په ۲۰۱۶م کال کې د بيرته استول شوو مهاجرو کره ارقام ۴۵،۸ سلنه او په ۲۰۱۷م کال کې يې ۳۶،۶ سلنه وښود.

دغه ارقام په داسې حال کې اعلانيږي چې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې د هغو مهاجرو پر وړاندې چې پناه غوښتنې سره يې مخالفت ښکاره شوی، چلن او د اخراج په قانون کې سختوالی له يو بل سره توپير لري. اروپايي اتحاديه اوس د مهاجرو د اخراج د قوانينو د يو موټي کيدو په هڅه کې ده.

دغي اتحاديې په دې برخه کې يو لړ وړانديزونه هم چمتو کړي دي. د بيلګې په توګه غړي هيوادونه د مهاجرو د اخراج په موخه، بايد لږ تر لږه مهاجر درې مياشتې په توقیف کې وساتي، څو د هغوی د اخراج اداري او قانوني کارونو مخته وړلو له پاره کافي وخت موجود وي.

غړي هيوادونه دغه راز موظف دي چې د مهاجرو د اخراج په برخه کې له يو بل سره همکاري وکړي. دې سره به دغه هيوادونه د اخراج کیدونکو مهاجرو په اړه لازم اطلاعات او د اخراج شوي کس د هویت او د هغه د اخراج د لامل په اړه به معلومات په لاس راوړي.

دغه کميسيون په دې نظر دی چې هغه پناه غوښتونکي چې د دغې اتحاديې په سرحدونو کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کوي او هملته يې له پناه غوښتنې سره مخالفت کيږي، بايد د اخراج له پاره يې يو ساده او واحد قانون شتون ولري.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د دغو نوو مقرراتو څخه موخه د دغې اتحاديې له لورې د دې نښې نښانې ښکاره کول ښودلي دي، څو هغه پناه غوښتونکي چې غواړي پر خطرناکو لارو ځان د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ورسوي پوه شوي وي چې هلته يې د اخراج په اړه واحد قوانين شتون لري.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: