1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ادغام له پاره د آلمان د کابینې غونډه

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ خرداد ۴, سه‌شنبه

ټاکل شوې ده چې په دغه غونډه کې به د مهاجرو د ادغام نوی قانون تصویب شي. د دغي غونډي دویمه مهمه موضوع په پاتې حکومتي دوره کې د ائتلافي گوندونو همکاري ده.

https://p.dw.com/p/1ItYq
انځور: Getty Images/AFP/Odd Andersen

تر دوو کلونو وروسته په لومړي وار د آلمان د کابینې وزیران د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو په پلازمېنه برلین کې د ميسيبرگ په ماڼۍ کې په یوه ځانگړې غونډه کې گډون کوي.

په دغه غونډه کې د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل د کابینې له وزیرانو سره په ټولنه کې د مهاجرو د ورگډیدو(ادغام) او د آلمان د دیجیتال کولو د راتلونکي په هکله بحث کوي.

خو د خبریالانو د ارزونې له مخې، د ائتلافي گوندونو تر منځ د خړې پړي فضاء اوسنۍ موضوع به هم تر بحث لاندی ونیول شي. دې موضوع د ښې اړخي «آلمان له پاره بدیل گوند» تر بریالیتوب وروسته او په بایرن ایالت کې د «آلمان سوسیال مسیحي گوند» له سختو نیوکو سره نور هم زور اخیستی دی.

دغه غونډ د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر میاشت کې پلان شوې وه، خو تر جوړیدو لږ مخکې د مهاجرت په برخه کې د ډراماتیک بحران له امله لغو شوې وه.

ټاکل شوې ده چې دا وار به د آلمان د کابینې په غونډه کې چې په عادي وختونو کې د چهارشنبې په ورځ دایریږي، تر ټولو دمخه د مهاجرو د ادغام قانون تصویب شي. ویل کیږي چې میرکل به ترکیې ته د خپل سفر او د دغه هیواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خپلو خبرو اترو په برخه کې هم کابینې ته رپوټ ورکړي.

د آلمان دیجیتال کیدو بهیر ډیر سست دی

خو د دغې غونډې په پيل کې د آلمان د دیجیټال کیدو د سیاست په برخه کې بحث مطرح دی. د اروپایې اتحادیې د دیجیټال کیدو د چارو کمیسار گونتر اوتینگر، او د استونیا لوموړی وزیر تاوی رویوس، به د کارپوهانو په توگه په دغه غونډه کې گډون وکړي.

د آلمان د اقتصاد دیجیټال کیدو اتحادیې، د غونډې له پیلیدو څخه دمخه د آلمان له حکومت څخه د نوي ټکنالوجۍ د لا زیات ملاتړ او پراخیدو غوښتنه وکړه. برنهارد روهلدر، چې د «بیتکوم» په نوم (د آلمان د اطلاعاتو اقتصاد، مخابرات او نوو رسنیو په چارو کې اتحادیې) مشر د کابیني د غونډې تر پیلیدو مخکې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ په دې برخه کې لا زیات چټکتیا ته اړتیا لرو.»