1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د اصلي عمر معلومولو غوښتنې زياتې شوي

۱۳۹۶ دی ۱۰, یکشنبه

په آلمان کې د چاقو په ګوزارونو د يوې ۱۵ کلنې نجلې تر وژل کيدو وروسته، اوس د مهاجرو د اصلي عمر د ټاکلو او څيړونو غوښتنې زياتې شوي دي. حمله کونکی چې له ۱۸ کلونو ښکته عمر لرونکی افغان دی، پر عمر يې شک دی.

https://p.dw.com/p/2q9gt
Deutschland unbegleitete minderjährige Ausländer in Karlsruhe
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند (سي. دي. يو) مرستيال، توماس شتروبل، له «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل چې د عمر مسئله، د سزا مسئوليتونو ته په کتو، يوه«بشپړه تعينونکې» مسئله ده. هغه د دې غوښتونکی شو چې اړوندې ادارې بايد په جدي توګه د هغو مهاجرو د اصلي عمرونو د تعينولو په برخه کې کار وکړي، کوم چې ادعا کوي عمرونه يې ښکته او يا بې سرپرسته دي.

د رسنيو د رپوټونو په حواله، د کاندل ښار خونړۍ حملې څخه وروسته، د حمله کونکي کس د عمر په اړه د شک او ګمان خبرې شوي دي. د څارونوال په وينا دغه ځوانه نجلې د خپل يو پخواني ملګري لخوا د چاقو په ګوزارونو وژل شوې ده. د رپوټونو په حواله حمله کونکی له اتلسو کلونو ښکته عمر لرونکی يو قانوني افغان مهاجر دی.

څيړونکي وايي چې دغه قتل د دواړو ځوانانو تر منځ د زړې رابطې سره تړاو لري. د مسيحي دموکرات ګوند مرستيال شتروبل د خپلو خبرو په دوام وويل، په داسې مواردو کې چې د مهاجر پر عمر شک او ګمان شتون ولري، بايد « طبي معاينات ترسره شي. د بيلګې په توګه د لاس د مړوند هډوکو راديولوژي انځورنه واخيستل شي.»

د مسيحي دموکرات ګوند دغه سياستوال زياته کړه: « دولت بايد پوه شي چې کوم کسان زموږ په هيواد کې ژوند کوي.» د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير، يوآخيم هرمن چې د مسيحي سوسيال ګوند څخه دی، د مهاجرو د اصلي عمر تعينولو له پاره د اجباري څيړنې غوښتونکی شوی دی. هرمن د «فونګه رسنيزې ډلې» د شنبې ورځ ګڼې سره په مرکه کې وويل: «مونږ د ټولو هغو مهاجرو په اړه چې دلته رسيږي او په ظاهري بڼه يې نه مشخصيږي چې عمر به يې ښکته وي، د څيړنې يو مشخص قانون ته اړتيا لرو.»

د آلماني ورځپاڼو «ولت ام زونتګ» او «فرانکفورتر الګماينه څايتونګ» د رپوټونو په حواله، شتيفن ماير چې د مسيحي سوسيال ګوند د کورنيو چارو سياستوال دی، ويلي دي: «موږ بايد د اروپايي اتحاديې د ډيرو نورو غړو په څير له طبي لارې د هغو مهاجرو د عمر ټاکل الزامي وګرځو، کوم چې ادعا کوي عمرونه يې ښکته دي». ماير سربيره پر دې، د دې غوښتونکی شو چې «دغه مسئله» بايد د آلمان په ټولو ایالتونو کې په يو ډول عملي شي.

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند (اس. پي. دي) د کورنيو چارو کارپوه بورکهارد ليشکا هم (د مهاجرو د عمر د تعينولوپه برخه کې)  په فدرالي او ايالتي حکومتونو کې د يو ډول معيارونو د عملي کيدو غوښتونکی شو. هغه د «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې ته وويل: «دا چې د ځوانانو او تنکي ځوانانو د چارو اړوندې آلمانۍ ادارې د عمر د څيړنې  په برخه کې تر يوې اندازې په مستقلانه ډول تصميونه نيسي، دومره د رضايت وړ نده.»

بايد روښانه شي چې « طبې معاينه بايد په کومو برخو کې تر سره شي او يا د ځوانانو او تنکي ځوانانو د چارو ادارو د کارکونکو خبرې او آزموينې په کومو برخو کې کافي دي».

م. ک. ص

د موضوع په تړاو زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: