1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د بحران د یوې اروپايي ستراتیژۍ غوښتنه

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ديمیزير د مهاجرو د بحران په موضوع کي د اروپايي ټولني دولتونه د هیڅ نه کولو په دریځ باندي تورن کړل.

https://p.dw.com/p/1HfTY
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

ديمیزير په ژنیو کي د عیسوي کلیساوو نړیوالي شورأ او ملگرو ملتو د مهاجرو بحران د یوه کنفرانس پر مهال د دوشنبې په ورځ وویل، چي ډیر اروپايي هیوادونه د دغه ستونزي د حل په خاطر هیڅ عمل نه کوي. هغه د دغه بحران د حل یوې اروپايي گډي ستراتیژی غوښتنه وکړه.

ديمیزير دې ته اشاره وکړه، چي د نړۍ بل هیڅ هیواد هم په تیرو دوو کلونو کي دومره کډوال نه دي منلي، لکه جرمني. په ۲۰۱۵ م کال کي جرمني۱،۱ ميلیون کډوال منلي دي. تر ټولو مخکي د اروپايي ټولني د ختیځي اروپا غړي هيوادونه، لکه پولنډ مهاجر نه مني. بریتانیا هم ډیر لږ مهاجر مني.

ديمیزير ټینگار وکړ چي د مهاجرو شمیر راکمولو ته ډیره زیاته اړتیا ده. په همدې ارتباط باید د اروپايي ټولني دباندني سرحدونه ښه وساتل سي، چي د سرحدي ساتني سازمان فرونټکس په دې لار کي مخکښ کيدای سي. د کورنیو چارو وزیر پر وچو لارو او مدیترانه کي د قاچاقبرو بانډونو پر ضد د سخت چلن غوښتنه هم وکړه.

ديمیزير همدارنگه وویل، چي ډیر ژر به د اروپايي ټولني له دباندنیو سرحدو سره د کډوالو مرکزي کمپونه یا په اصطلاح Hotspots جوړ سي. په دغو کمپونو کي به نوي راغلي مهاجر نیول کیږي، هوویت به یې ثابتیږي او راجستر کیږي. هلته کیدلای سي هغوی د مؤقت وخت له پاره ځای پرځای هم سي.

ديمیزير د مهاجرو د بحران پر وخت د کليساوو د همکارۍ او خدمتونو مننه وکړه. د هغه په خبره ډیرو راهبانو او اسقفانو خپل شخصي وخت او پیسې مصرف کړې، څو مهاجرو ته ښه راغلاست ووايي او د هغوی خدمت وکړي.

د عیسوي کلیساوو نړیواله شورأ باید له خپلو ۳۵۰ کلیساوو سره کومک وکړي، چي عیسویان په خپلو ټاټوبو کي پاته سي. کنفرانس به د سه شنبه په ورځ د کلیساوو د نړیوالي شورأ او ملگرو ملتونو د گډون کوونکو سازمانو په گډه اعلامیه سره پای ته ورسیږي.