1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو د زده کړو له پاره دې یوه طرحه جوړه شي»

۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

د آلمان په ټولنه کې د ځوان مهاجرو د ادغام د ملاتړ په موخه، د ځوانانو د ټولنیزو مرستو او همکارۍ سازمان، د ټول هیواد په کچه د دوی د زده کړو او تحصیل له پاره د یوې بشپړي طرحي غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1IJY0
په جرمني کي مهاجر د زده کړو پرمهال
انځور: picture-alliance/dpa/H.Schmidt

د ځوانانو د ټولنیزو مرستو او همکارۍ سازمان د ویاند مرستیال کلاوس واگنر د پنجشنبې په ورځ (مارچ په ۲۴) په برلین کې وویل: «بې تفاوته ده چې یو ځوان مهاجر څومره وخت په آلمان کې پاتيږي، طبیعي ده چې د کومکونو او ټولنیزو مرستو مستحق گرځي.»

دغې اتحادیې په دقیق ډول، د نورو تر څنگ د سره صلیب، د کاگرو ملاتړ کوونکو ادارو عمومي ټولنې او په کلیسا پورې اړوند د ځوانانو ملاتړ کوونکي ادارې څخه وغوښتل چې تر هغه وخته چې د یوه ځوان مهاجر دوسيه معلومیږي د دوی له پاره دې د مشورې ورکولو او لارښونې وخت را کم کړي.

د دې تر څنگ دغو ځوانانو ته باید د دوی د تحصیل او مسلکي زده کړو په دوره کې د بیرته لیږد ممانعت رامنځته شي. واگنر وویل چې سربیره پر دې لا زياتو پيسو ته اړتيا شته چي د ځوانانو له پاره د ژبې د زده کړې او نور فردي امکانات برابر کړای شي.

د دغې ټولنې د ویاند مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړه، حتی په هغه صورت کې هم چې په آلمان کې د دوی د پاتېدو چانس نامعلوم وي: «دغه انسانان د خپل ژوند برخلیک ټاکونکې وخت دلته تیروي، له دې امله دا په موږ پورې تعلق لري.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ملگرو ملتونو د کنوانسیون له مخې اکثره مهاجر په آلمان کې د ډیر وخت له پاره د پاتېدو او د عمر په تناسب د مرستو مستحق گرځي.

هغه خبردارۍ ورکړ: دغو ځوانانو ته چې تر ۱۵ میاشتو پورې د هیڅ څه کولو اجازه نه ورکول کیږي، د دې سبب وگرځي چې اکثره وختونه د ډیرې لوړې انگیزې درلودونکو ځوانان هم ناهیلي کیږي.

همدارنگه د ځوانانو د همکارۍ سازمان د هغو مهاجرو ځوانانو چې په آلمان کې په موقت ډول د پاتې کیدو اجازه یا لنډ مهاله ویزه لري د اصلاحاتو په ترڅ کې د ځوانانو د ټولنیز کار له برخې څخه پر حذف کیدو هم نیوکه وکړه.

د آلمان د قانون له مخې په دغه هیواد کې هر یو ځوان انسان ته باید د لیسې دورې څخه د فارغت امکانات برابر شي.