1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د مخنيوي په موخه يوه بله هوکړه

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

د اروپا اتحاديې او مقدونيا، د يونان او مقدونيا پر ګډه پوله د سرحدي ساتونکو پر ځای پر ځای کېدو هوکړه وکړه. دغه اقدام به هغه وخت کيږي چې د يونان پولې د «ناڅاپي مهاجرتونه له ستونزو» سره مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/31k0r
Mazedonien Stacheldraht an der Grenze zu Griechenland bei Gevgelija
د يونان او مقدونيې ترمنځ سرحدي سيمه - آرشيفانځور: Reuters/O. Teofilovski

دغه هوکړه د اروپايي اتحاديې د کمشنر ديميتريس اوراموپولوس او د مقدونيا د کورنيو چارو د وزير اوليوور سپاسوفسکي تر منځ د چهار شنبې په ورځ وشوه.

اوس دغه هوکړه د اروپايي اتحاديې سرحدي ساتونکو ته د دې اجازه ورکوي چې د مقدونيا او يونان پر ګډه پوله ځای پر ځای او د مهاجرتونو پر وړاندي مبارزه کې له مقدونيا سره په ګډو عملياتو کې برخه واخلي.

که څه هم اوس د بالکان لارې د مهاجرو پر مخ په رسمي توګه تړل شوي دي، خو لا هم له دغې لارې د مهاجرتونو په موخه کار اخيستل کيږي. ډير مهاجر هڅه کوي، څو د انساني قاچاقبرانو په مرسته له دغو لارو ځانونه د اروپا شتمنو هيوادونو ته ورسوي.

اورامپولوس په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه تړون به اروپايي آژانسونه ته د دې فرصت برابر کړې چې«د مهاجرتونو د ستونزو پر وړاندي له خپلو وړتياو څخه د چټک غبرګون په توگه کار واخلي.»

بالکان لاره چې د لويديځ بالکان په مسير هم ياديږي، له يونان څخه د مقدونيا پر لور پرته ده چې بيا د مقدونيا له شمال څخه له مرکزي اروپا سره نښلول شوې ده. اروپا ته د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت کړکيچ پر وخت له دغې لارې په سونو زره مهاجر مرکزي اروپا ته ورسيدل.

دغه لاره په ۲۰۱۶م کال کې د ډيرو مهاجرتونو له امله، د مهاجرو پر مخ د سيمي کټارو په درولو سره وتړل شوه. په دغه کال اروپايي اتحاديې له ترکيې سره هم د مهاجرتونو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ.

تر دغو اقدامونو وروسته په اروپا کې د تازه مهاجرو په شمير کې ښکاره کمښت راڅرګند شو، خو اروپايي اتحاديه لا هم په بشپړه توګه اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو په مخنيوي کې پاته راغلې ده. د مهاجرو موضوع اوس د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ په ېوې جدي او لانجمنې موضوع اوښتې ده.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: